ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان استیناف محکمې دوه کسان د ٢۵ او ۱۷ کلونو پر بند محکوم کړل

1 Feb 2021 - 14:12
1 Feb 2021 - 14:12

ترينکوټ (پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۹): د اروزګان استيناف محکمې د دوو قضایي علني غونډو پر مهال د ملي امنیت يو منسوب پر ۲۵ او يو وسله وال طالب پر ۱۷ کلونو بند محکوم کړل.

دغه قضايي غونډه د سلواغې په ١٣مه د اروزګان محاکمو د رييس قضاوتیار عطاالله عطا په مشرۍ ترسره سوه چې اړوند څارنوالانو، مدافع وکيل او تورنو کسانو هم ګډون په کې درلود.

د محاکمو رييس وویل، د ملي امنيت منسوب رحمت الله چې د اروزګان چنارتو ولسوالۍ کې د نظامي الوتکو د ناستې پر مهال يې د ملي اردو له هوايي ځواک سره ترينکوټ ته د انتقال پر سر له لفظي شخړې وروسته ډزې کړې وې، دوه کسان يې وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي وو.

سرچينې زياته کړې، لومړۍ محکمې نوموړي ته د یادو وژنو بدل کې د ۲۵ او د درېيو ټپي کسانو په جرم دوه نيم کاله د بند سزا ټاکلې وه.

قضاوتيار عطاءالله وويل چې دويم کس موسی کلیم نومېږي چې په ترينکوټ ښار کې له څو کړۍ ماينونو سره لاس په لاس نيول شوى او په لومړۍ محکمه کې پر ١٧ کاله بند محکوم شوى و.

د محاکمو رييس زياته کړه، د دواړو مجرمینو دوسیې د حکم لپاره استيناف ته راغلې چې دوی د طرفينو نظرونو له اورېدو وروسته د لومړۍ محکمې پرېکړه تاييد او دويمې محکمې هم رحمت الله ته د دوو کسانو د وژنې له امله ۲۵ او د درېيو کسانو د ټپي کېدو له امله دوه نيم کاله د بند سزا وټاکله او موسی کليم چې د دولت ضد فعاليتونو له امله له شواهدو سره لاس په لاس نیول شوی و، پر ۱۷ کاله بند محکوم کړ.

عطا وايي، دا وروستۍ پرېکړه نه ده؛ دوی کولای شي چې د تمیز غوښتنه هم وکړي.

د هغه په وينا، د رحمت الله په قضيه کې د اروزګان ملي امنیت د وخت رييس فضل احمد، د چنارتو ولسوالۍ د ملي امنیت مدير شفيع الله او د چنارتو ولسوال فيض محمد هم تر عدلې تعقيب لاندې دي.

خو مجرمين پر هغوی لګول شوي تورونه يوه د سيسه بولي او د محاکمو له خوا د بند ټاکل غير عادلانه يادوي.

دوی وايي، داسې شواهد او اسناد لا هم نشته چې هغوی دې پر جرم محکوم کړل شي او وايي چې خپلې دوسيې به تميز ته وړاندې کوي.

د يادونې ده، د اروزګان استيناف محکمې شپږ میاشتې مخکې هم د سيمه ييزو پولیسو يو افسر د خپلو ملګرو د وژنې له امله پر ۲۵ کاله بند محکمو کړی و.

Views: 97

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version