ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې پر”سیاسي هوکړې” د نړیوالو ټینګار سولې ته هیلې ډېروي

20 Mar 2021 - 17:31
20 Mar 2021 - 17:31

کابل (پژواک، ۳۰ کب ۹۹): تېره اوونۍ د جګړې ځپلو افغانانو لپاره ځکه ښه اوونۍ وه چې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې کموالي ترڅنګ د تاوتریخوالي پر کمولو هوکړه وشوه او د نړۍ مهمو هېوادونو په مسکو کې د سیاسي هوکړې له لارې په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسولو ټینګار وکړ.

 تېره اوونۍ د هېواد په اتو ولایتونو (بغلان، غزني، هرات، کابل، کندهار، ننګرهار، اروزګان او زابل) کې د ۱۵ بریدونو په ترڅ کې ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان دي.

دولت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې تېره اوونۍ په شپږو ولايتونو (هرات، ننګرهار، کندوز، فراه، جوزجان او فارياب) کې د دولتي ځواکونو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۳ نور تپیان دي.

وړمه اوونۍ په لسو بریدونو کې ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان وو.

په یادو بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي.

تېره اوونۍ تر وړمې مرګ ژوبله کمه وه، خو دغه اوونۍ تر وړمې مخکې د درېيو اوونیو په پرتله خونړۍ وه.

تېره اوونۍ له جګړې سره جوخت د سولې لپاره هم هڅې روانې وې.

د مسکو غونډه:

دغه غونډه وړمه ورځ (د کب ۲۸مه) د روسیې بهرنیو چارو وزارت په ابتکار جوړه شوه. په ناسته کې د ملي روغې جوړې عالي شورا د رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ ۱۲ کسیز پلاوي، د طالبانو لس کسیز پلاوي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د دغه ګوند دوو غړو، د امریکا متحده ایالتونو، پاکستان، چین، روسیې او قطر استازو ګډون درلود.

د ترویکا هېوادونو (روسیې، امریکا، چین) او پاکستان د غونډې په پای کې اعلامیه خپره کړه چې په کې راغلي:

  • سوله د خبرو له لارې په ترلاسه شوي سیاسي توافق سره راتلای شي.
  • طالبان دې د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره پسرلني عملیات نه اعلانوي.
  • دغه هېوادونه په افغانستان کې د “اسلامي امارت” بيا رامنځته کېدو ملاتړ نه کوي.
  • د بین الافغاني خبرو لوري دې د راتلونکي پایداره سوله ییز دولت، اوربند او نورو بنسټیزو مسایلو په اړه سملاسي خبرې وکړي
  • د سولې په هوکړه کې باید د ښځو، نارینه وو، ماشومانو، قربانیانو او لږکیو حقونو خوندیتوب ته پام وشي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت او د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د ترویکا اعلامیې هرکلی او ملاتړ کړی.

په غونډه کې د افغان لورو څرګندونې:

  • عبدالله: جګړه د حل لار نه ده او هېڅوک نه شي کولی خپله اراده پر نورو وتپي. ده د افغانستان اسلامي جمهوریت د کړکېچ ختمولو په موخه، په ځانګړې توګه د افغانانو پر اساسي حقونو، د بیان پر ازادۍ، د ښځو پر حقونو او د خلکو په خوښه او رڼو ټاکنو له لارې د سیاسي راتلونکې پر ټاکلو ټينګار کړی.
  • د طالبانو سیاسي مرستیال او د مسکو په غونډه کې د طالبانو پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر ویلي چې د ‘نوي اسلامي نظام’ له رامنځته کېدو وروسته اوربند شونی دی. ده په افغانستان کې د ولس استازي افغان شمول او ځواکمن اسلامي نظام پر جوړېدو تینګار کړی، ویلي یې دي چې د دوحې تړون عملي کول د افغانستان ستونزې حل کولای شي. هغه له نړیوالې ټولنې، په تېره ګاونډیو هېوادونو، له افغان ولس سره د شته ستونزو په هواري کې د مرستې غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې د دوحې تړون مقابل لوري خپلې ژمنې او تعهدات په سمه توګه نه دي عملي کړي؛ د بین الافغاني خبرو د لا پرمختګ لپاره باید هڅې وشي او پر وړاندې یې د پرتو خنډونو د له منځه وړو لپاره کار وشي.

د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو شاوخوا یو کال وړاندې په دوحه کې تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې تر پایه ټول بهرني پوځیان له افغانستانه وځي، خو اوس د امریکا ولسمشر جوبایډن په دې اړه ويلی: «له متحدینو سره د عسکرو د شمېر کمېدو پر چټکوالي مشورې کوم، ښایي دا کار وشي، خو سخته به وي، که وخت یې وغځېږي هم، ډېر به اوږد نه شي.»

  • د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار د مسکو په غونډه کې ویلي چې که په افغانستان کې نوي موقت حكومت ته اقتدار په سوله یيزه توګه انتقال نه شي او بهرني ځواكونه له دې مخکې له افغانستانه ووځي، نو هېواد به له يوه بل ناورين سره مخ شي. هغه وایي، په جګړه كې ښكېل لوري دې له فوري، ډاډمن او له قید او شرط پرته اوربند سره توافق وكړي، ډاډمنې سولې ته د رسېدو لپاره باید ټول لوري د دوحې معاهدې ته ژمن پاته شي، د طالبانو معقولې غوښتنې دې ومنل شي او د هېواد مهم ملي مسایل باید سترې، معتبرې او واک لرونکې شورا ته وسپارل شي.

د غونډې موثریت:

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، په یاده غونډه کې له ټولو خواوو سره جدي خبرې وشوې، مهم ټکی یې دا دی چې افغان لوري چمتو دي سوله وکړي. د ده په وینا، افغانان دې پرېښودل شي چې خپل راتلونکی خپله وټاکي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن خبریالانو ته وویل: «فوق العاده ښه ناسته وه او هغه څه په کې وښودل شول کوم چې د افغانستان خلک يې غواړي او د خلکو توقع وه چې ټولو وويل چې طالباني امارت به بيا نه راځي، د افغانستان د خلکو پرمختګ او لاسته راوړنې به ساتل کېږي او په هېڅ صورت بیا په شا ته نه ګرځو.»

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی یاده غونډه بریالۍ بولي او وایي چې د افغانستان په اړه د سترو هېوادونو يو ناسته جوړه شوه او د دې غونډې جوړېدل په افغانستان کې د سولې ټینګښت په برخه کې د یادو هېوادونو د همغږۍ او همکارۍ نښه وه.

دی زياتوي: «په دې ناسته کې د پاکستان ګډون مثبته خبره وه او بيا د ترکيې او قطر راتګ او دعوت کېدل هم د ناظر په توګه ډېره ښه خبره وه او بيا خصوصاً چې افغانان په کې ناست وو، دا ټول هغه موارد وو چې د دې کنفرانس د کاميابۍ باعث شول؛ يعنې بين المللي همکاري له افغانستان سره د سولې په هکله، د افغانانو ګډه ناسته په دې کنفرانس کې ډېر مثبت نقاط وو.

کرزی وایي: «دا هم چې وروسته بيا اعلاميه د افغانستان لپاره د يوې نېکې ايندې، د سولې او ثبات او مترقي ژوندانه پیامونه په کې وو؛ زموږ په نظر ډېرعالي نقاط وو.»

د تاوتریخوالیو کموالی:

ازادي راډیو نن (د کب ۳۰مه) د یوې سرچینې په حواله – چې په مسکو کې یې د افغان دولت او طالبانو په پرونیو غونډو کې ګډون درلود- خبر خپور کړ چې طالبانو له امریکايانو سره پر یوې نوې امنیتي طرحې هوکړه کړې چې پر بنسټ به یې دغه ډله تر درېیو میاشتو د ښارونو په مرکزونو بریدونه نه کوي او دغه شان به د ولسوالیو مرکزونه هم نه نیسي.

په افغان پلاوي کې هم یوې سرچینې ازادۍ راډیو ته ویلي، طالبان دغه اوربند په دې شرط کوي چې د هغوی ۷۰۰۰ بندیان له بنده خوشې او د مشرانو نومونه یې د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه وایستل شي.

د خبر له مخې، طالبانو ویلي که امریکایان د مۍ میاشتې په لومړیو کې له افغانستانه ونه وځي، سره له دې چې د دوحې هوکړه به پر ځای وي، خو دوی به پر دغو ځواکونو خپل بریدونه بېرته پیل کړي.

خو د طالبانو سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم په دې اړه پژواک ته وویل: «اوربند نه دی… په دې اړه په مختصر ډول دومره ويلی شوي چې زموږ له خوا يوه طرحه وړانديز شوې چې له مخې به يې د ټولو اړوند خواوو عمليات کمېږي او د توافقنامې ټولې مادې به عملي کېږي.»

دی زياتوي: «په دې اړه فعلاً نور تفصيل ضروري نه دى، او د خارجي قواوو وتل په توافقنامه کې نهايي شوي، هغوی به له توافقنامې سره سم زموږ له هېواد څخه وزي.»

تېرې اوونۍ، سره له دې چې جګړې هم په کې روانې وې، د جګړو ځپلو افغانانو لپاره یې د سولې پیغامونه هم لرل.

Visits: 116

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version