ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کرونا روغ شوي کسان: موږ هم باید واکسین شو

18 Apr 2021 - 15:19
18 Apr 2021 - 15:19

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۰): له کرونا ناروغۍ رغېدلي کسان د دې ناروغۍ د ترخو تجربو ویلو ترڅنګ له خلکو غواړي چې دغه ناروغي جدي وګڼي، د روغتیايي سپارښتونو مراعاتولو ترڅنګ دې واکسین هم تطبیق کړي.

دوی وايي، روغتیايي سپارښتونو «د ټولنیز واټن مراعاتول، له ماسک څخه استفاده، په سرپټو ځایونو کې له غونډو کولو ډډه، په تکراري ډول د لاسونو مینځلو» ته د نه پاملرنې او بې غورۍ له امله پر دې ناروغۍ اخته شول او ان د مرګ تر پولې ورسېدل.

له کرونا رغېدلي کسان: د بې احتیاطۍ له امله مرګ ته نږدې وو

د کابل ښار خیرخانې سیمې اوسېدنکي نجیب الله مبارز چې ۴۵ کاله عمر لري او له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوی، پژواک ته وویل: “ما فکر کاوه چې کرونا یعنې زکام، پر وړاندې یې بې تفاوته وم، خو کله چې ناروغ شوم، ډېر تکلیف شوم او اصلاً مې هیله نه لرله چې بېرته به جوړ شم.”

مبارز زیاته کړه: “یوه پوره اوونۍ مې اوکسېجن اخیست او حالت مې ډېر خراب شوی و. کله مې چې روغتیايي حالت ښه شو، احساس مې وکړ چې نوی زېږېدلی یم او د خدای ج شکر مې ادا کړ چې بېرته یې ژوند راته وباښه.”

هغه وویل: “که څه هم کرونا ناروغي نه لرم، خو اوس هم ځينې ستونزې لرم، لکه بدني کمزورتیار، خستګي، تمرکز، ذهني او فکري ګډوډي.”

نوموړي له خلکو وغوښتل چې کرونا ته په کمه ونه ګوري، ټولې روغتيايي لارښوونې مراعات کړي څو د ده په څېر پښېمانه نه شي.

په ورته وخت کې د کابل ښار د زمان خان کلا سیمې اوسېدنکې زرمینې وویل: “یو کال مخکې په همدې وخت، هغه مهال جې کرونا ویروس تازه خپور شوی و، ما اصلاً روغتیايي سپارښتنو ته پام نه کاوه، په ازادانه ډول هر ځای ته تلم او پر دې ناروغۍ مې باور نه و، ویل مې دروغ دي، نورو ته مې هم سپارښتنه کوله چې له دې ناروغۍ ونه ډار شي.”

له کرونا ویروس د نه ډار او پر دې ناروغۍ باور نه لرل د دې لامل شول چې زرمینه د ټولنیز واټن له مراعات، ماسک له استفادې پرته هر ځای تګ راتګ وکړي او اصلاً قرنطین مراعات نه کړي چې په پایله کې پر دې ناروغۍ اخته شوه.

هغه زیاته کړه، د یادې ناروغۍ پر وړاندې د بې احتیاطۍ له امله نه یوازې دا، بلکې د کورنۍ نور غړي (خاوند، لور او ځوان زوی) یې هم پر کرونا اخته شول.

نوموړې پر کرونا ناروغۍ اخته کېدل د خپل ژوند تر ټولو بده خاطره یاده کړه او ویې ویل: “د کرونا ناروغۍ په ۱۴ ورځو کې مې هره شېبه مرګ تجربه کړی، فکر مې کاوه چې د کورنۍ له ټولو غړو سره له دې ناروغۍ نه رغېږم؛ ځکه زموږ ټولو روغتیايي وضعیت خراب و.”

زرمینه چې خوښوي خپله دا او کورنۍ ته یې د کرونا واکسین تطبیق شي، وویل، هېوادوال باید د دې ناروغۍ پر وړاندې بې تفاوته نه وي، د روغتیايي لارښوونو مراعاتولو ترڅنګ دې د دې ناروغۍ واکسین تطبیق کړي.

د شریف الله په نوم د کندهار ښار اوسېدونکي د کرونا پر ناروغۍ د اخته کېدو د ترخو خاطرو داسې کیسه کوي: “۱۴ ورځې مې په یو خونه کې یوازې ژوند کاوه، دومره مې زړه تنګ شوی و چې هره ورځ راباندې یو کال غوندې تېرېده.”

هغه تر روغتیا وروسته د کرونا ناروغۍ منفي اغېزو ته په اشاره وویل، له څو میاشتو وروسته اوس هم د پخوا په څېر روحي او ذهني حالت نه لرم، فکر کوي کرونا ناروغۍ یې عصبي سیستم ته لوی زیان رسولی، خو ډاکترانو ورته ویلي چې د وخت په تېرېدو سره به عادي حالت ته ور وګرځي.

شریف الله چې د کرونا واکسین تطبیق لپاره ډېره لېوالتیا لري، له حکومت غواړي چې ټولو هېوادوالو ته د کرونا واکسین د تطبیق زمینه برابره کړي.

بلخوا د نیمروز د مرکز زرنج ښار اوسېدونکي نعمت الله چې روغتیايي سپارښتونو ته د نه پاملرنې له امله د کرونا ویروس خپرېدو په لومړۍ مرحله کې پر دې ناروغۍ اخته و، پر کرونا ویروس د اخته کېدو ترخې تجربې ته په اشاره یې وویل، د دې ناروغۍ پر مهال تبه، د سخت سر درد او ځان درد او ذایقې او د بوی حسونه له لاسه ورکړي وو.

هغه بې نه زغم او خپل بدن کې د عصبي توان له لاسه ورکول د کرونا ناروغۍ منفي تاثیرات وبلل او ویې ویل، سره له دې چې له یادې ناروغۍ د رغېدو مې ډېر وخت وتلی خو تاثیرات یې اوس هم بدن کې احساسوم.

روغتیايي پوهان: کرونا ناروغي خطرناکه ده، جدي یې وګڼئ

په کندهار کې د ډاکتر ذبيح الله افغانمل په نوم روغتیايي متخصص تبه، سردرد، ځان درد، ټوخی، ساه لنډي او ان زړه بدوالی د کرونا ناروغۍ نښې ګڼي، پژواک ته یې وویل، دغه ناروغي ډېره خطرناکه ده او باید جدي وګڼل شي.

هغه زیاته کړه، کرونا ناروغان د پېچلو ذهني لکه فکر، استدلال او دې ته ورته کارونو په ترسره کولو کې عاجز دي او یاد مهارتونه د کرونا په جریان، ان تر دې له ناروغۍ وروسته یې په ښه ډول نه شي ترسره کولای.

نوموړي هغو ناروغانو ته چې له کرونا ناروغۍ بېرته جوړ شوي خو د دې ناروغۍ نښې یې په بدن کې پاتې دي، سپارښتنه وکړه چې ټولنیز ژوند یې په عادي ډول ترسره کړي او خوند ترې واخلي. دغه راز خپل غذايي پروګرام ښه کړي چې په تدریج سره په حافظه کې له موجوده ستونزې خلاص شي.

افغانمل د کرونا واکسین تطبیق ټولو ان هغو کسانو ته چې له کرونا ناروغۍ روغ شوي، ډېر ضرور وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د کرونا واکسین تطبیق کړي.

د افغان- جاپان روغتون مخکني رییس حکیم الله صالح پژواک ته وویل، د ځينو ناروغانو په بدن کې د کرونا هېڅ نښې نه ښکاري، خو ځینې نښې نسبتاً ملایمې او ځينې داسې هم شته چې خبره یې روغتون ته رسېږي.

هغه اوږدمهاله خستګي، ساه لنډي، ټوخی، د سینې درد، د بدن د غړو درد، سردردي، د ذایقې او شامعې حس له لاسه ورکول یاد کړي د کرونا ناروغۍ نښې نښانې وبللې او وویل، دغه نښې ان تر روغتیا وروسته هم تر نامعلومې مودې په بدن کې پاتې کېږي.

نوموړي وویل، هغه کسان چې رواني ستونزې لک اضطراب ولري، له کرونا ناروغۍ وروسته د حافظې، تمرکز نه لرلو، خوب، وېښتانو تویېدو او جلدي بخار په ستونزو اخته کېږي.

صالح په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د کرونا نښې تر څه وخته د ناروغانو په بدن کې پاتې کېږي؟ وویل، تر اوسه نه ده ثابته شوې چې دغه نښې نښانې څومره پاتې کېږي بلکې د تشویش وړ نه دي.

هغه له وطنوالو وغوښتل چې د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت پر روغتیايي سپارښتنو عمل وکړي، ځان، کورنۍ او شاوخوا کسان له دې وژونکې ناروغۍ خوندي وساتي.

نوموړي خلک د کرونا واکسین تطبیق ته وهڅول او له هېوادوالو یې وغوښتل چې په ټولنه کې د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره ځان او کورنۍ ته واکسین ورکړي.

عامې روغتیا وزارت: د واکسین د تطبیق پروګرام دوام لري

د عامې روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر له خلکو وغوښتل چې د روغتیايي سپارښتونو چې ټول یې په اړه کافي معلومات لري د عملي کولو ترڅنګ د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره ځان ته کرونا واکسین هم تطبیق کړي.

هغه وویل، د دې ناروغۍ له خپرېدو د مخنیوي په پار د ولایتونو په ټولو روغتیايي مرکزونو کې د کرونا واکسین د تطبیق بهیر روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې عامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې په هېواد کې د د اووه ډوله انګلسي کرونا ویروس خبر ورکړی او له هېوادوالو یې غوښتي چې د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د روغتیايي سپارښتنو پر مراعاتولو سربېره واکسین هم ترلاسه کړي.

په افغانستا کې د کرونا واکسیناسیون د تطبیق پروګرام د تېر لمریز کار په کب میاشت کې پیل شو.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ۱۳۲ هزره کسانو ته واکسین تطبیق شوي او دغه بهیر روان دی. د دغه وزارت د مسوولینو په خبره، افغانستان کې شاوخوا یونیم میلیون دوزه واکسین موجود دي.

له دې مخکې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي وو، هڅه به وکړي چې د نړیوال بانک، اسیا پراختیايي بانک او نورو روغتیايي شریکانو د هېواد ۴۰ سلنه وګړو لپاره د کرونا ۳۲ میلیون دوزه واکسین برابر کړي.

د یادونې دهؤ د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، تر اوسه په هېواد کې تر ۵۷ زره او ۷۰۰ ډېر کسان پر کرونا اخته شوي، تر ۵۲ زره او ۱۰۰ ډېر کسان ترې بېرته روغ شوي او ۲۵۳۹ کسانو یې له امله ژوند له لاسه ور کړی دی.

 


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

Views: 61

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version