ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ ۱۸۴ ميله وسلې د ډاياګ پروګرام ته وسپارلې

3 May 2021 - 16:27
3 May 2021 - 16:27

 

جلال اباد (پژواک، ‍۱۳ غويی ‍۱۴۰۰): په ننګرهار کې د امنيه قوماندانۍ له لوري د بېلابېلو عملياتو پرمهال تر لاسه شوې ‍۱۸۴ ميله وسلې د ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوې.

دغه وسلې د غويي په ۱۳مه د ننګرهار امنيه قوماندان له لوري رسماً په ختيځ کې د ډاياګ پروګرام مسوولينو ته ورکړل شوې.

په ختيځ کې د ډاياګ يا ملکي بې وسلې کولو پروګرام اپراتيفي مرستيال ډاګروال شاه اغا سادات وويل، چې دوی ته نن ۱۸۴ ميله وسلې وسپارل شوې چې په کې بېلابېل ډول شاملې دي.

هغه زياته کړه: ((په دې وسلو کې ۳۱ ميله کلاشینکوفونه، ۹ ميله پخوانۍ وسلې، ۱۴۴ ميله  بېلابېل ډوله تومانچې شاملې دي، دا وسلې چې کومې د ترميم وړ دي ترميمېږي او بېرته افغان ځواکونو ته ورکول کېږي او کومې چې د ترميم وړ نه دي هغه زموږ په مرکزي ترميم خانه کې له منځه وړل کېږي.))

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت وويل، چې دغه وسلې يې تېرو دوو مياشتو کې د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو، وسله والو مخالفينو او غير مسوله وسله والو کسانو څخه د عملياتو او نښتو پرمهال تر لاسه کړې دي.

دی زياتوي چې د يادو وسلو په تړاو ۳۲ کسان هم نيول شوي چې اوس په څارنوالۍ کې تر څېړنو لاندې دي.

په ختيځ کې د ډاياګ پروګرام مسوولين وايي، روان کال ورته د ټول زون په کچه ۱۲۷۷ ميله بېلابېل ډوله وسلې سپارل شوې دي.

Views: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version