Pajhwok Afghan News

خبریالان: د دندې نه خوندیتوب مو لویه ننګونه ده

هرات ښار (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۰): ځيني خبریالان وايي چې که څه هم له کلونو راهیسې به رسنیو کې د دندې خوندیتوب نه لري، خو د سولې، د طالبانو راتلو او بهرنیانو وتلو په زمزمو سره دغه اندېښنې ډېرې شوې دي.

د سیمه ییزو رسنیو ډېری خبریالان اندېښمن دي چې د هېواد په بحراني وضعیت کې به خپل ناچیزه حقونه هم له لاسه ورکړي.

په هرات کې یو شمېر خبریالانو د خبریالانو د کار له «نازک» وضعیته اندېښنه څرګندوي او وايي، د ګوتو په شمېر داخلي او نړیوالو رسنیو پرته ټولې رسنۍ د خبریالانو حقونه او امتیازات نه مراعاتوي.

په هرات کې د حسن نېکخواه په نوم خبریال وویل: ((خبریالانو له دې مخکې هم د دندې خوندیتوب نه درلود او اوس د سولې زمزمې او طالبانو راتګ واقعاً لویه اندېښنه ده.))

په هرات ولایت کې ځينو نورو خبریالانو هم د دندې خوندیتوب له نه شتونه اندېښنه څرګندوي او پر دې باور دي چې په لږو امکاناتو او امتیازاتو یوازېنی خطرناک کسب خبریالي ده.

په هرات کې د حامد مهري په نوم خبریال پژواک ته وویل: ((له بده مرغه د دندې هېڅ ډول خوندیتوب نشته، په افغانستان کې په دې برخه کې مشخص قانون نشته او په دې برخه کې د خصوصي رسنیو مالکان تل له کمو امتیازاتو له خبریالانو ډېره استفاده کوي.))

په هرات کې ښځینه خبریالې مهرو سروري پژواک ته وویل، سیمه ییز او ملي خبریالان ان له خپل کاري راتلونکي ډاډه نه دي.

هغې زیاته کړه: ((د دندې نه خوندیتوب اوس د خبریالانو ترمنځ عمده ستونزه جوړه شوې، ځينې رسنۍ هڅه کوي چې یو خبریال د څه مودې لپاره په کمو حقونو جذب کړي او د وخت له پوره کېدو وروسته د خبریالانو برخلیک معلوم نه دی چې څه کېږي.))

هرات کې د ابراهیم غزنوي په نوم بل خبریال په دې اړه پژواک ته وویل: ((له بده مرغه په اوسنیو شرایطو کې یوازېنی کس چې د معاش له اړخه ټیټ دی، د امتیاز له لحاظه چې باید درلودای یې، خبریال دی چې نه یې لري.))

په لوېدیځ زون کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوول د دندې نه خوندیتوب په لوېدیځ زون، په ځانګړې توګه هرات ولایت کې د خبریالانو لویه ستونزه وبلله او ویې ویل، په تېر یوه کال کې یوازې هرات کې خبریالانو د رسنیو د مالکانو له خوا د حقونو د نه ورکړې اړوند ۳۰ شکایتونه ثبت کړي دي.

نوموړي وویل، ډېری خبریالان کاري تړونونه نه لري، له همدې امله نه دي توانېدلي له عدلي او قضايي لارو د عدالت غوښتنه وکړي.

هغه وویل: ((له بده مرغه په تېرو څو کلونو کې که څه هم موږ ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو ته نږدې شوي یو خو د خبریالانو شغلي امنیت د مخکې په پرتله ډېر له خطر سره مخ شوی، دغه چاره د دې لامل شوې چې له خبریالانو او د رسنیو له کارکوونکو ناوړه استفاده ډېره شي.))

د هغه په خبره، په ډېری مواردو کې خبریالان د رسنیو غیر معیاري شرایطو ته غاړه ږدي چې دا خپله له دوی د ناوړه استفادې لامل کېږي.

Views: 17

Exit mobile version