ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد: که طالبان سوله ونه کړي، له نړيوالو بنديزونو سره به مخ شي

خليلزاد: که طالبان سوله ونه کړي، له نړيوالو بنديزونو سره به مخ شي

author avatar
19 May 2021 - 09:46
خليلزاد: که طالبان سوله ونه کړي، له نړيوالو بنديزونو سره به مخ شي
author avatar
19 May 2021 - 09:46

کابل (پژواک، ٢٩ غويی ١٤٠٠): د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي چې که طالبانو د زور له لارې د واک ترلاسه کولو په لټه کې وي، له انزوا، سيمه ييزو او نړيوالو مخالفتونو او بنديزونو سره به مخ شي.

د امريکا غږ د راپور له مخې، خليلزاد پرون په واشنګټن کې د امريکا د کانګرېس استازو خونې د بهرنيو اړيکو کمېټې په استماعيه غونډه کې وکيلانو ته ويلي چې طالبان کولای شي د سولې لار چې د مذاکرې له لارې کېږي، غوره کړي او د تاوتریخوالي لار پرېږدي.

هغه زياته کړه چې په دغه کار سره به طالبان د يو مطرح سياسي غورځنګ په توګه رامنځته شي او د يو داسې راتلونکي يوه برخه به شي چې د نړيوالې ټولنې له درناوي به برخمن وي.

خليلزاد په داسې حال کې پر طالبانو د بنديزونو خبره کړې چې په دې وروستيو کې افغان حکومت هم دا خبرې يادې کړې دي.

ولسمشر اشرف غني د جرمني له شپیګل مجلې سره په مرکه کې ويلي چې اروپایي هېوادونه باید پر طالبانو باندې بندیزونه ولګوي که د هغوی د هيلو خلاف کومې پرېکړې وکړي.‌

دغه راز د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوې ټيلېفوني اړیکه کې هم پر طالبانو د بندیزونو لګولو “او ټولو نفوذي لارو چارو” څخه د کار اخیستلو غوښته وکړه.

د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلېلزاد د افغانستان په مسایلو کې د ملګرو ملتونو پر فعال رول يو ځل بيا ټينګار کړى او هيله یې څرګنده کړې چې طالبان به د ترکیې په غونډه کې ګډون کول ومني.

هغه زياته کړه چې امريکا له ملګرو ملتونو سره کار کوي چې د دغه سازمان رول د افغانستان د سولې په بهیر کې غښتلی شي.

امریکا د استانبول د ګډ کنفرانس جوړولو په خاطر د ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر له هڅو هرکلی وکړ.

خو دغه غونډه وروسته له هغه وځنډول شوه چې د طالبانو ډلې وویل، تر هغه چې بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي، په هیڅ غونډه کې ګډون نه کوي.

خلیلزاد د کانګريس وکيلانو ته ويلي چې له افغانستانه د پاتې امریکایي ځواکونو خوندي وتل په داسې حال کې کېږي چې افغان ځواکونه له خپل ځانه د دفاع لپاره په ډېر ښه ممکن حالت کې دي.

Views: 102

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.