ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د استیناف څارنوالیو ۴۳ نوي رییسان وټاکل شول

21 May 2021 - 10:18
21 May 2021 - 10:18

کابل (پژواک،۳۱غویی۱۴۰۰): لویې څارنوالۍ اهل کار ته د کار سپارلو او د اصلاحاتو اصولو ته په کتو، په مرکز او استیناف څارنوالیو کې ۴۳ نوي ریيسان پر دندو وګومارل.

د لویې څارنوالۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو ریيسانو د معرفي غونډه  پرون د غويي میاشتې په ۳۰ مه ترسره شوه، چې د لويې څارنوالۍ سرپرست ذبیح الله کلیم، د دغې ادارې مرستیالانو او ځينو رئيسانو په کې ګډون کړی وو.

د لویې څارنوالۍ سرپرست ذبیح الله کلیم په دغې غونډه کې وویل، چې په اداره کې ګومارنه او تبدیلي یو اصل دی او دا ګومارنې د چارو د ښه والي، د مؤثریت کچې د لوړاوي او د سالمې او کاري ادارې د رامنځته کېدو په موخه شوې دي. د نوموړي په وینا، دا ګومارنې د یوې باصلاحیتې کمېټې له خوا د افرادو مسلکي وړتیا او کاري مخینې ته په کتو شوې دي.

کلیم په لویه څارنوالي کې پر بنسټيزو اصلاحاتو ټینګار وکړ او ويې ویل: «د چارو د ښه والي لپاره د سمونونو راوستل د ادارې بنسټيز لومړیتوب دی، چې په دغو بدلونونو کې ژمنتیا، تخصص، رښتینولۍ او مسلکي او مدیریتي وړتیاوو ته پام شوی دی.»

نوموړي له نویو ګومارل شویو رئیسانو وغوښتل چې د اسلام مقدس دین له اصولو او اساساتو سره سم په منصفانه توګه خلکو ته خدمت وکړي.

د کلیم په وینا، په هېواد کې د پرمختګ مخه اداري فساد نیولې او له دغې پدیدې سره مبارزه د لويې څارنوالۍ کاري لومړیتوب دی.

د نوموړي په وینا، لویې څارنوالۍ د جمهوري ریاست عالي مقام په هدایت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې په اتو محورو کې اته کمېټې تعیین او توظیف کړې، چې یادې شوې کمېټې په خپلو سلو کاري ورځو کې موجود وضعیت په هراړخیزه توګه تحلیل او وارزوي.

نوموړي نویو ګومارل شویو رئیسانو ته په اشارې سره وویل: «باید هڅه وشي، چې په خپلو اجرااتو او تصامیمو کې د سالمې او ځوابویونکې ادارې د رغښت لپاره ګټوره رهبري او مدیریت ولرئ.»

د نوموړي په وینا، د ادارې په چاپیریال کې د دیني، اخلاقي او سازماني ارزښتونو ترویج او همداراز د مراجعینو په ځانګړې توګه د مېرمنو، معلولینو، د شهیدانو د کورنیو غوښتنو ته پام د سالمې ادارې په رغښت کې مهم او اساسي رول لوبولی شي.

په کاري ساحه کې د ښځو له ځورونې سره مبارزه، له اداري لاښوونو او کړنلارو سره سم قانوني اجراات، له کورنیو شعبو او اړوندو ادارو سره همغږي، د کارکوونکو ظرفیت لوړاوي ته پام او نظارت، د کارکوونکو امنیت او خوندیتوب ته پام او د نظم او دسپلین رعایت ځینې نور هغه موارد وو، چې کلیم له تازه ګومارل شویو رئيسانو وغوښتل چې په خپلو کاري ساحو کې ورته جدي پام وکړي.

کلیم د قضیو د ثبت مدیریت پر سیسټم (CMS) هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې له دغه سیسټم څخه استفاده په اداره کې د روڼتیا سبب کېږي او له تازه ګومارل شویو رئيسانو يې هم له دغه سیسټمه د استفادې غوښتنه وکړه.

بلخوا تازه ګومارل شویو رئيسانو هم د دغې ادارې د رهبرۍ د باور مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د قانون په رڼا کې د روڼتیا، اصلاحاتو په راوستلو او له اداري فساد د مبارزې په برخه کې به له هېڅ هڅې او هاند مخ نه اړوي.

د لويې څارنوالۍ د وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم پر اساس دغه لاندې کسان په مرکز او استیناف څارنواليو کې تازه ګومارل شوي دي:

۱- زلمی د محمد قاسم زوی، د ماشومانو د سرغړاوي څارنوالۍ عمومي رئيس

۲- جمیله د سردار محمد لور، له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې څارنوالۍ عمومي ریاست د تحقیق څارنوالۍ رئيسه

۳- حسیب الله د نورعلم زوی، د ماشومانو د سرغړاوي څارنوالي عمومي ریاست د استیناف څارنوالۍ رئیس

۴- محفوظ د لالاجان زوی، د اداري فساد د جرایمو د تحقیق پر چارو د نظارت څارنوالۍ رئيس

۵- سیدعلم د عبدالرشید زوی، د ملکي اداري فساد د جرایمو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ رئيس

۶- محمد جبران مدثر د عبدالرشید زوی، د مشاورینو د بورډ حقوقي ریاست په نړیوالو چارو کې حقوقي مشاور

۷- محمد نادر د احمدشاه زوی، د دولتي املاکو او د ځمکې غصب جرایمو ته د رسیدګۍ څارنوالۍ رئيس

۸- افتخار احمد د کلیم الله زوی، د اداري فساد جرایمو د سترې محکمې څارنوالۍ عمومي رئيس

۹- جمیل الرحمن د عبدالرحمن زوی، د کابل د جنوب زون استیناف څارنوالۍ رئیس

۱۰-عزیز احمد د کابل ښار شمال زون استیناف څارنوالۍ رئیس

۱۱- علیم جان د غلام جان زوی، د پنجشېر استیناف څارنوالۍ رئيس

۱۲- امین الله د عبدالمتین زوی، د لغمان استیناف څارنوالۍ رئيس

۱۳- پروین رحیمي د غلام سخي لور، د کابل د لوېديځ زون استیناف څارنوالۍ رئيسه

۱۴- خیرمحمد د میرزمان زوی، د پکتیا استیناف څارنوالۍ رئيس

۱۵- حمیدالله د محمد موسی زوی، د محکمو پر قطعي پرېکړو د تجدید نظر څارنوالۍ رئيس

۱۶- نورهادي د سرادر محمد زوی، د کابل ولایت استیناف څارنوالۍ رئيس

۱۷- عبادالله د خیرالدین زوی، د دارالانشاء رئيس

۱۸- حبیب الله د عبدالجلیل زوی، د تخار استیناف څارنوالۍ رئیس

۱۹- سیدفردوس د خواجه محمد شریف زوی، د میدان وردګ استیناف څارنوالۍ رئیس

۲۰- ګل احمد د امیرمحمد زوی، د پروان استیناف څارنوالۍ رئيس

۲۱- محمد داود د امیر محمد زوی، د بامیانو استیناف څارنوالۍ رئيس

۲۲- عمرګل د آدم شاه زوی، د لوګر استیناف څارنوالۍ رئيس

۲۳- ګل احمد د عبدالواسع زوی، د ملکي او عسکري چارو پر تحقیق د نظارت څارنوالۍ رئيس

۲۴- عبدالبصیر د شیراحمد زوی، د بلخ استیناف څارنوالۍ رئیس

۲۵-نورالله محسني د غلام حسین زوی، د هرات استیناف څارنوالۍ رئيس

۲۶- سلام جان د عبدالله زوی، د کندهار استیناف څارنوالۍ رئيس

۲۷- غلام حضرت د محمد حسن زوی، د فراه استیناف څارنوالۍ رئیس

۲۸- عبدالرقیب د محمد شریف زوی، د کاپيسا د استیناف څارنوالۍ رئيس

۲۹- محمد سالم د فضل خدا زوی، د نیمروز استیناف څارنوالۍ رئيس

۳۰- محمد هاشم د غلام نبي زوی، د حبس او حجز او د احکامو پر تنفیذ د نظارت څارنوالۍ رئیس

۳۱-احمد شکیب د سیف الرحمن زوی، د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ رئيس

۳۲- عبدالسمیع د عبدالصمد زوی، د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست د شکایتونو د اورېدنې او د اطلاعاتو د اخد څارنوالۍ رئیس

۳۳- شمس الله د فقیر احمد زوی، د مشاورینو د بورډ حقوقي ریاست په ملي چارو کې حقوقي مشاور

۳۴- نصیر احمد د عبدالاحد زوی، د ننګرهار استیناف څارنوالۍ رئيس

۳۵- خسرو د عبدالروف زوی، له نشه يي توکو او قاچاق سره د مبارزې څارنوالۍ عمومي ریاست د تحقیق څارنوالۍ رئيس

۳۶- محمد انور د فقیر شاه زوی د نورستان استیناف څارنوالۍ رئیس

۳۷- روح الله د احمدجان زوی، د خوست استیناف څارنوالۍ رئیس

۳۸- عبدالفتاح د محمدظاهر زوی، له نشه يي توکو او قاچاق سره د مبارزې څارنوالۍ عمومي ریاست پر تحقیق او د احکامو پر تنفیذ د نظارت څارنوالۍ رئيس

۳۹- تورن حسیب الله د سیدنعیم زوی، د فاریاب استیناف څارنوالۍ رئیس

۴۰- محمد غوث د امیرمحمد زوی، د کندوز استیناف څارنوالۍ رئیس

۴۱- محمد فیاض د محمد حضرت زوی، د کابل شمال ختیځ زون استیناف څارنوالۍ رئیس

۴۲- محمد آصف فیاض د قادرعلي زوی، د جمهوري ریاست او د لويې څارنوالۍ د دفتر مقام عمومي ریاست د احکامو او هدایاتو د تعقیب رئیس

۴۳-احمد سلیمان د غلام نبي زوی، د اداري فساد جرایمو د سترې محکمې څارنوالۍ رئیس

Views: 70

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version