ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 په وروستیو اتو اوونیو کې تېره اوونۍ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه تر ټولو ټیټه وه

22 May 2021 - 19:39
22 May 2021 - 19:39

کابل (پژواک، ۱غبرګولی۱۴۰۰): په افغانستان کې تېره اوونۍ د سولې خبرو بیا پیل ته د تمو تر څنګ، په داسې حال کې ۴۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې وړمه اوونۍ دغه کچه ۳۶۶ وژل شویو او ټپیانو ته رسېده.

  • طالبان: د دولت له مرکچي پلاوي سره جدي خبرو ته چمتو یو.
  • امریکا: افغانستان کې د سولې لپاره ديپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکوو.
  • چین: د افغانستان د سولې خبرو کوربتوب ته چمتو یو.
  • د امریکا کانګرس غړي، طالبان به د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره افغانستان ونیسي، خو خلیلزاد دا وړاندوینه سمه نه بولي.
  • خلیلزاد: طالبان که د زور له لارې د واک ترلاسه کولو په لټه کې وي، له سيمه ييزو او نړيوالو بنديزونو سره به مخ شي.
  • راپورونه: امریکا « له ترهګرۍ سره مبارزې» لپاره د ډیورنډ فرضي کرښې هغه غاړه د پوځي اډې جوړولو کار پیل کړی.
  • محب: پاکستان له يوې «قدرت طلبه ډلې» څخه په ګټې اخيستنې د خپلو سرحدونو د پراختیا هڅه کوي.
  • پاکستان: افغان حکومت چې له يوې خوا له پاکستانه د همکارۍ غوښتنه کوي او له بلې خوا پرې تورونه لګوي- باید خپلې غوښتنې مشخصې کړي.
  • تېره اوونۍ د ملکي وګړو مرګ ژوبله په تېرو اووه اوونیو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رالوېدلې ده.

بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:   تېره اوونۍ د هېواد په اووه ولایتونو (هلمند، غور، لوګر، بغلان، ننګرهار، جوزجان او کابل) کې په ۱۱ بریدونو کې ۳۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

وړمه اوونۍ د هېواد په یوولسو ولایتونو (کابل، زابل، پروان، کندوز، کندهار، لوګر، ننګرهار، خوست، هرات، پکتیا او اروزګان) کې په ۲۱ بریدونو کې ۱۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۵۴ نور ټپیان دي. په بریدونو کې دولتي ځواکونو او د دولت وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوړي، خو پژواک یې ځکه شمېرې نه خپروي چې په اړه یې کره معلومات نه ترلاسه کېږي. د سولې هڅې: طالبانو ویلي چې دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت له پلاوي سره جدي مذاکراتو ته چمتو دي. د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی هم ډاډه دی چې له طالبانو سره به مذاکرات دوام وکړي. ولسمشر محمد اشرف غني د دولت د عالي شورا د جوړېدو لپاره له سیاستوالو سره خبرې کړې، خو تر اوسه د شورا د غړو د شمېر او واکونو په اړه مخالفتونه شتون لري. شنونکي وایي، داسې شورا د سولې پروسه کې مهم رول لوبولی شي. امریکایي چارواکي وایي، افغانستان کې د سولې لپاره دیپلوماټیکو هڅو ته دوام ورکوي. چین هم ویلي چمتو دی چې د افغانستان له حکومت سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د مرستې ترڅنګ د سولې خبرو کوربه توب وکړي. د يو شمېر اسلامي هېوادونو ديني عالمان وايي، بايد ټول لوري افغانستان کې د سولې لپاره هڅې وکړي. د بهرنیو ځواکونو پر وتلو اندېښنې او پوځي تیارۍ: چین په دې باور دی چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په بېړه وتلو د افغانستان د سولې پروسې ته زيان رسولى او باید ملګري ملتونه د افغانستان د حالاتو لپاره مهم رول ولوبوي. تېره اوونۍ د امریکا کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې تر راتلونکي سپټمبره له افغانستانه د پاتې بهرنیو ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه اندېښنه ښودلې، ځینو غړو یې ویلي چې دا وتل به د کورنۍ جګړې لامل شي او داسې ښکاري چې طالبان به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هڅه وکړي چې افغانستان ونیسي. خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو استازي زلمي خلیلزاد په ځواب کې دا وړاندوینه سمه نه ده بللې، وایي، طالبان داسې سیاسي هوکړه غواړي چې له مخې یې هغوی ته په نړیواله کچه مشروعیت ورکړل شي او د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا پرې لګول شوي بندیزونه لرې شي. ده دا هم ويلي چې که طالبان د زور له لارې د واک ترلاسه کولو په لټه کې وي، له انزوا، سيمه ييزو او نړيوالو بنديزونو سره به مخ شي. خلیلزاد ویلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته «د افغانستان له ګاونډیانو سره خبرې شوي، څو وکړای شو د ترهګرو د راتلونکو فعالیتونو په برخه کې د افغانستان د وضعیت په څارنه او پر ترهګرۍ د راتلونکو بریدونو د قابلیت په اړه همکاري وکړي.» داسې راپورنه هم شته چې امریکا د ډیورنډ فرضي کرښې هغه غاړه په «شليوزان، ترې منګل او جازو ميدان» سیمه کې د پوځي اډې جوړولو کار پیل کړی. پژواک ته هم د سیمې ځینو اوسېدونکو دغه چاره تایید کړې، خو امریکایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د افغان او پاکستاني چارواکو توند غبرګونونه:   د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وړمه اوونۍ وویل، کابل ته چې د پاکستان کوم پلاوی راغلی و، د افغانستان له حکومت سره د سولې په اړه ځينو هوکړو ته رسېدلی، څو له مخې یې دواړه اړخونه د سولې لپاره عملي ګامونه واخلي. خو وروسته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وويل چې پاکستان شومې موخې لري او له يوې «قدرت طلبه ډلې» څخه په ګټې اخيستنې سره د خپلو سرحدونو د پراختیا په هڅه کې دی. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د محب د څرګندونو په غبرګون کې له ولسمشر غني غوښتي چې له پاکستانه خپلې غوښتنې مشخصې کړي. قریشي له غني پوښتلي چې ولې افغان حکومت له يوې خوا له پاکستانه د همکارۍ غوښتنه کوي او له بلې خوا پرې تورونه لګوي. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال صديق صديقي د قريشي د څرګندونو په ځواب کې پر ټويټر ليکلي: “افغانان له پاکستانه غواړي چې هلته د طالبانو شوراګانو دفترونه وتړي، له طالبانو سره اړيکې پرې کړي او د هغوى خوندي روزنيز مرکزونه وتړي.” د افغان او پاکستاني چارواکو توند غبرګونونه په داسې حال کې دي چې د شنونکو په اند پاکستان- که وغواړي- د افغانستان په سوله کې مهم رول لوبولی شي.     د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن هم له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره د افغانستان پر وضعيت او د افغان سولې پر پروسه غږېدلی او دواړو افغانستان کې پر هر اړخيزه سياسي جوړجاړي ټينګار کړى. سوله د محدودو کسانو لاس کې ده، عالمانو ته دې په کې ونډه ورکړل شي: د حزب اسلامي شوراګانو د اتحاد مشر جمعه خان همدرد وايي، د سولې برخليک د څو محدودو کسانو لاس کې دی او په وينا يې که دغه کسان وغواړي؛ نو جګړه پای ته رسېدای شي. د خوست يو شمېر ديني عالمان او مدني فعالان بيا وايي، که حکومت د روانې جګړې د ختمولو اراده لري، نو په دولت او د سولې په مذاکراتي پلاوي کې دې رښتينو ديني عالمانو ته ونډه ورکړي. تېره اوونۍ د بلخ ولایت يو شمېر مدني فعالانو یوې ناستې کې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د جګړو پر مهال دې د ملکي تلفاتو مخنیوي ته پاملرنه ډېره کړي

Views: 140

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version