ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د کارموندنې پروګرام پیل شو

کندهار کې د کارموندنې پروګرام پیل شو

author avatar
10 Jun 2021 - 18:10
کندهار کې د کارموندنې پروګرام پیل شو
author avatar
10 Jun 2021 - 18:10

کندهار (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰): په کندهار کې د کارموندنې پروګرام/ Ez-kar پیل شو چې له مخې به یې سلګونه پروژې پلې شي او ۱۰زرو کسانو ته به کار وموندل شي.

په دې اړه د ولایت مقام د غازي امان الله خان په تالار کې غونده جوړه شوې وه چې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مشر شمیم کټوازي، د ولسي تړون عملیاتي مسوول احمدزي، د کندهار والي، ښاروال، د پرمختیايي شوراګانو استازو او نورو ګډون کړی وو.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شمیم کټوازي وویل، کندهار یو له هغو ولایتونو دی چې د جګړو له امله د زرګونو بې ځایه شوو کورنیو کوربه دی.

هغه زیاته کړه، د دې لپاره چې خلکو ته کار موندل شوی وي، د کارموندنې پروګرام/Ez-kar پیلوي څو خلکو ته کار وموندل شي.

د ده په خبره، د دغه پروګرام پلي کولو لپاره کندهار ته ۶۷۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې چې ژر به اړوندو شوراګانو ته ولېږدول شي.

نوموړي وویل، د ټاکل شوې بودجې په وسیله به په کندهار کې تر ۱۰۰ ډېرې پروژې پلې شي او ۱۰ زرو کسانو ته به په کې کار وموندل شي.

نوموړي د کندهار پر ښاروالۍ غږ وکړ چې له ټاکل شوي پروسیجر څخه چټک لاړ شي څو خلک ژر تر ژره په کار بوخت شي.

نوموړي پر پرمختیايي شوراګانو غږ وکړ چې په دغو پروژو کې له هراز فساد څخه مخنیوی وکړي.

ده وویل: ((پر حکومت تل نیوکې کېږي چې دلته او هلته فساد دی، د دې پروګرام ځانګړنه دا ده چې پروژې ولس ټاکي او ولس یې عملي کوي، باید هیڅ راز فساد په کې و نه شي.))

د نوموړي په وینا، که دغه پروژې ښې پلي شي نو ګټه یې ولس ته رسېږي، په خپله به یې خپلو ځانونو ته غوره اسانتیاوې او خدمات برابر کړي وي.

کټوازي له خلکو وغوښتل چې په بدل کې یې د نظام د استحکام، د سولې، ثبات او امنیت په برخو کې له خپل حکومت او امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

نوموړي څرګنده کړه چې کندهار ته تر بل هر وخت پاملرنه ډېره شوې ده او د دې ولایت ارزښت ته پام اړوندې چارو ته یې ځانګړې کمېټې جوړېږي او چارې یې له دې لارې مخ ته وړل کېږي.

کټوازي له ولسوالانو وغوښتل چې په خپلو ولسوالیو کې پاتې شي، د امنیتي ځواکونو مورال دې لوړ وساتي او د ولس د انسجام چارې دې مخ ته یوسي.

په کابل کې د ولسي تړون عملیاتي مسوول احمدزي وویل چې په کندهار کې د ولس تړون پروګرام ډېر ښه مخ ته تللی او پروژې په شفافه بڼه پلې شوي دي.

هغه د بېلګې په توګه د کندهار ۱۲مه ناحیه یاده کړه چې له عینو مېنې سره یې د خدماتو هیڅ توپیر نه کېږي.

د ملي دسترخوان پروګرام په اړه ده وویل چې د ۳۰۰ شوراګانو له خوا ۷۰ زره کورنیو ته خوراکي بستې وېشل شوي او ۶۰ زره کورنیو ته یې وېش روان دی.

د کندهار والي روح الله خانزاده د کارموندنې پروګرام د پیل هر کلی وکړ او غوښتنه یې وکړه چې دغه پروګرام دې په شفافه توګه پلی شي څو هم اړوندې پروژې ښې پلی شي او هم مستحقو خلکو ته کار وموندل شي.

هغه زیاته کړه، ياد پروګرام به د ١٠٠ انکشافي شوراګانو او ٢٠ ګذرونو له لارې په کندهار کې پلی کېږي چې له مخې به يې بې ځايه شوو او له هېواده بهر راستانه شوو افغانانو ته کاري فرصتونه برابر شي.

نوموړي د سیمه ییزو ارګانونو ادارې له مشر څخه وغوښتل چې د ولسي تړون پروګرام دې د کندهار ټولو ولسوالیو ته وغځول شي.

دغه راز یې غوښتنه وکړه چې په ملي دسترخوان پروګرام کې دې هم ټولو ولسوالیو ته ونډه ورکړل شي.

کارموندنه د افغانستان د دولت یوه له پراختیایی پروژو ګڼل کېږي چې د لنډمهاله کاري فرصتونو په ایجادولو، بنسټیزې بیا رغونې او د ښه تجارت لپاره د زمینې برابرولو په برخو کې کار کوي.

کارموندنه د څو مختلفو وزارتونو او نړیوال بانک په مالي مرسته د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر په ۱۹مه طرح شوه او د ټولو لورو لخوا پرې موافقه وشوه چې وروسته بیا د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۲۶مه د ټولو لورو له لاسلیک او نهایي شوه.

دا پروژه تر ۲۰۲۳ کال پورې دوام کوي چې له لارې به یې په ۱۳ ولایتونو او په پاکستان کې مېشت مهاجر تر خپل کاري پوښښ لاندې نیسي.

دا هغه ولایتونه دي چې ډېر شمېر کډوال او کورني بې ځایه شوي خلک په کې مېشت دي، لکه کابل، هرات، کندهار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، تخار، کندوز، بغلان، خوست، غور او فاریاب.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.