ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د اکسېجن د کمښت له امله د کرونا ګڼ ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي

30 Jun 2021 - 11:54
30 Jun 2021 - 11:54

کابل ( پژواک، ٩ چنګاښ ۱۴۰۰ ): په کابل کې خصوصي سکتور په هرو ٢٤ ساعتونو کې نږدې ١٦٢ زره کيلوګرامه اکسېجن توليدوي، خو بيا هم د کرونا ګڼ ناروغان د اکسېجن د کموالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه راز د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي په بازار کې د اکسېجن له کموالي او د نرخ له لوړوالي شکايت کوي او په دې برخه کې د حکومت د جدي اقدام غوښتنه کوي.

په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا ويروس ډېرېدو له امله په بازار کې د اکسېجن تقاضا ډېره شوې، خو برعکس بيا په دې کچه عرضه د دولت او خصوصي سکتور له لوري شتون نه لري.

د کابل ښار اوسېدونکي شکايت کوي چې يو شمېر کسان د اکسېجن په پير او پلور کې پر خلکو په بې رحمانه ډول تجارت کوي.

د دغو کسانو له ډلې د کابل ښار د کلوله پشتې سيمې اوسېدونکې مريم پژواک ته وويل چې پلار یې د کرونا ناروغي لري او د اکسېجن د ترلاسه کولو لپاره د اکسېجن شرکت ته راغلې ده.

هغې وویل چې د اکسېجن په شرکت کې د ګڼې ګوڼې له امله په اسانه اکسېجن هم نه شي ترلاسه کولاى.

دې زياته کړه: “نن سهار درې بجې راغلې یم، دلته نوبت ته ولاړه یم، خو اوس د ورځې ۱۲ بجې دي ماته نوبت تر اوسه نه دى رسېدلى او د ناروغ وضعیت مې هم ښه نه دی.”

صابره شریفي چې د برچي دښتې اوسېدونکې ده، پژواک ته وویل چې یوه میاشت کېږي پلار یې د کرونا ناروغي لري، خو په دې موده کې يې په اسانه اکسېجن نه دی ترلاسه کړی.

مېرمن شریفي وایي: “هره ورځ د شپې درې بجې د نوبت نیولو لپاره د اکسېجن شرکت ته راځم، خو د خلکو د ګنې ګوڼې له امله له غرمې وروسته ورته نوبت راځي.”

د نوموړې د معلوماتو له مخې، په ښار کې د اکسېجن بيه لوړه ده، خو په شرکت کې لس کيلويي بالون په وړيا توګه او ٤٢ کيلويي بيا په ٤٠٠ افغانۍ ډکوي.

همدارنګه د کابل ښار بل اوسېدونکي حامد پژواک ته وويل: “هره ورځ د اکسېجن په شرکتو ګرځم، څو نوبت راشي او خپل ناروغ ته اکسېجن ورسوم؛ ځکه چې وضعیت یې ډېر خراب دی.”

دی وایي، په دغه شرکت کې  ورته یو ۴۲ لېتره بالون په ۴۰۰ افغانۍ ډکوي خو په بازار کې د اکسېجن د اخيستلو توان بيا نه لري.

دغه راز محمد ناصر صافی چې د کابل په پروان هوټل سیمه کې درملتون لري، پژواک ته وویل چې د کرونا ناروغۍ په زیاتېدو سره د اکسېجن او بالونونو په بیو کې يې لوړوالی راغلی دی.

دی وایي، له کرونا مخکې د اکسېجن د يوه لس لېتره بالون بيه ٢٠٠٠ افغانۍ وه، خو اوس ٧٠٠٠زره افغانيو ته لوړه شوې ده.

ده وويل چې له کرونا مخکې د اکسېجن د يوه ٤٢ لېتره بالون بيه ٨٠٠٠  افغانۍ وه خو اوس له ٢٥٠٠٠ تر ٣٠٠٠٠ پورې پلورل کېږي.

ده زياته کړه: “داسې ظالم خلک شته چې له شرکته اکسېجن په پنځه يا شپږ سوه افغانۍ اخلي، خو په بازار کې يې بيا په اووه زره او اته زره افغانۍ خرڅوي.”

همدارنګه د کابل په صنعتي پارکونو کې د اکسېجن د توليد د يوه شرکت خاوند نجيب الله صديقي پژواک ته وويل چې په ٢٤ ساعتونو کې ٥٥٠ بالونونه اکسېجن توليدوي او پر خلکو يې وېشي.

هغه زياته کړه: “٤٢  لېټره بالون په ٤٠٠ افغانۍ ډکوو خو د لس لېټره بالون پيسې بيا نه اخلو او مفت خلکو ته ورکوو.”

ده هم وويل چې د کرونا ويروس د ډېروالي له امله د اکسېجن تقاضا ډېره شوې چې په هغه پيمانه دوى اکسېجن نه شي توليدولاى.

دی وایي: “ځيني کسان راځي موږ ته وایي چې ناروغ لرم، خو مونږ یې نه پېژنو چې دوی رښتیا وايي که دروغ، خو موږ ورته بيا ۴۲ لېتره بالون په ۴۰۰ افغانۍ ډکوو، بیا دوى يې په بازار کې په شپږ يا اووه زره افغانۍ خرڅوي.”

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په کابل د اکسېجن د توليدولو اووه لوى شرکتونه دي چې هر يو يې په ٢٤ ساعتونو کې له ٥٠٠ بالونو ډېر اکسېجن توليدوي.

د يادو څرګندونې په اړه د عامې روغتيا وزارت مرستيال ميرویس عليزي پژواک ته وويل چې د اکسېجن د مدیریت په برخه کې له خصوصي سکتور سره خبرې شوې او دغه ستونزه به ژر حل شي.

ده وويل چې د عامې روغتيا وزارت خصوصي سکتور ته سپارښتنه کړې چې اکسېجن خلکو ته په مساويانه توګه و وېشي او د احتکار مخه يې ونيسي.

نوموړى وايي چې دا مهال د کابل ښار ټول روغتونونه د اکسېجن د توليد دستګاوې لري او تر ډېره په دولتي روغتونونو کې دغه ستونزه حل ده.

عليزى زياتوي چې خصوصي سکتور په هرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٨٥٠ بالونه اکسېجن توليدوي چې څه باندې ٣٠٠ بالونه يې عامې روغتيا وزارت ته ورکوي.

په هر بالون کې ٤٢ ګيلوګرامه اکسيجن ځايېږي، که چېرې ٣٨٥٠ په ٤٢ کې ضرب شي، نو په کابل کې په هره شپه ورځ کې ١٦١٧٠٠ کيلوګرامه اکسېجن توليديږي خو په اکسېجن کې د احتکار له امله ګڼ شمېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

داسې مهال خلک د اکسېجن له کموالي شکايت کوي چې په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ويروس له امله ۴۸۷۱ کسان مړه شوي چې ډېرو يې د اکسېجن د کموالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

Views: 133

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version