ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې چاودنې شپږ کسان ټپیان کړي

2 Jul 2021 - 14:17
2 Jul 2021 - 14:17

فراه (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۰): په فراه کې سیمه ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ماین چاودنې د ماشومانو او ښځو په ګډون شپږ ملکي وګړي ټپیان کړي دي.

د فراه ولایتي شورا مرستیال خیرمحمد نورزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې مخکې یوولس نیمې بجې د فراه ښار مرکز کې چاودنې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون شپږ کسان ټپیان کړي دي.

هغه وايي چې د یوې ښځې په ګډون د دوو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د نوموړي په خبره، دغه چاودنه د دغه ولایت د صرافیو عمومي دروازې ته مخامخ پر سړک شوې ده.

د یادونې ده، تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی اخیستی.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version