Pajhwok Afghan News

خلیلزاد جنرال باجوه او عمران خان سره د افغان سولې پروسې پر ګړندي کولو خبرې کړې

کابل(پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۰) : د افغانستان د سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه او لومړي وزیر عمران خان سره  د افغان سولې پروسې پر ګړندي کولو خبرې کړي.

په اسلام اباد کې د پاکستان لومړي وزیر دفتر لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې زلمي خلیلزاد نن عمران سره ولیدل او پر افغان سولې پروسې یې ورسره خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د یادې پروسې پر تیزولو او نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې لومړي وزیر عمران خان په دې لیدنه کې د افغان شخړې پر سیاسي هواري ټینګار وکړ او ویې ویل چې پاکستان به په دې لړ کې خپل مثبتو هڅو ته ادامه ورکوي.

عمران خان ويلي چې د افغانستان نا امني د پاکستان په ګټه نه ده او دوی ته هم سترې ننګونې ورپه غاړه دي.

بلخوا په اسلام اباد کې د پاکستان سفارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه سره هم پر افغان سولې پروسې خبرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، زلمي خلیلزاد د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ پر یوه داسې هوکړې ټینګار کړی چې ددغه هیواد خپلواکي او ځمکنی بشپړتیا پکې تضمین شوی وي.

 

Views: 149

Exit mobile version