ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي

خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي

author avatar
3 Jun 2019 - 11:21
خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي
author avatar
3 Jun 2019 - 11:21

کابل (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٨): د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان د پوځ له مشر، له لومړي وزير عمران خان او نورو سره د افغان سولې پروسې په اړه خبرې او مشورې کړې دي.

زلمى خليلزاد تېره اوونۍ يو ځل بيا د سيمې هېوادونو پر سفر روان شوى او ټاکل شوې ده چې په قطر کې له طالبانو سره د اووم پړاو خبرې هم وکړي.

په اسلام اباد کې د امريکا سفارت له خوا د غبرګولي په ١٢مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خليلزاد پرون د پاکستان لومړي وزير عمران خان، د پوځ مشر جنرال قمر باجوه، د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او نورو سره ليدلي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې دواړو لورو د افغان سولې د روانو هلو څلو په اړه سره سلا مشورې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال افتاب کهوکر امريکايي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې پاکستان به په افغان سولې پروسه کې مثبت رول لوبوي؛ ځکه چې افغان شخړه پر جګړې نه هوارېږي.

زلمي خليلزاد په دې ليدنه کې ويلي چې د سيمې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان رول ډېر مهم دى.

نوموړي پاکستان ته له تګ مخکې ويلي و چې د افغان سولې پروسې ته بايد سرعت ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې خليلزاد په دې ليدنو کې د خپلو روانو هڅو څخه پاکستاني مشران خبر کړل او په دې برخه کې يې نورې سلا مشورې هم وکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.