ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد د پاکستان د پوځ له مشر سره د افغان سولې پر پرمختګونو خبرې کړې

خليلزاد د پاکستان د پوځ له مشر سره د افغان سولې پر پرمختګونو خبرې کړې

author avatar
18 Jan 2019 - 09:42
خليلزاد د پاکستان د پوځ له مشر سره د افغان سولې پر پرمختګونو خبرې کړې
author avatar
18 Jan 2019 - 09:42

کابل (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩٧): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان د پوځ له مشر سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ليدنې پر مهال له خليلزاد سره په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازې لېزا کرټس هم ملتيا کوله.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې د دواړو خواوو پر اړيکو، د سيمې او افغانستان پر سولې او ثبات خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې امريکايي پلاوي په افغان سوله کې د پاکستان د رول ستاينه وکړه.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه ويلي چې د افغانستان سوله د پاکستان لپاره مهمه ده او پاکستان به د سولې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

د خليلزاد په مشرۍ امريکايي پلاوى پرون له کابله اسلام اباد ته ورسېد او لومړى يې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې مېرمن تهمينه جنجوعه سره ولیدل.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په دې ليدنه کې د افغان سولې پروسې پر پرمختګونو او وروستيو هڅو خبرې وشوې.

د يادونې ده، پرون ولسمشر اشرف غني هم د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره پر افغان سولې ټيلېفوني خبرې کړې وې.

امريکا هڅه کوي چې د پاکستان په فشار طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته اماده کړي او په دې برخه کې پاکستان څو ورځې مخکې د طالبانو يو پخوانى وزير په پېښور کې د درېيو ورځو لپاره بندي کړى و.

طالبانو ته نږدې سرچينې وايي چې پاکستان طالبانو ته ضرب الاجل ټاکلى، څو له افغان حکومت سره ژر تر ژره د سولې خبرو ته اماده شي او که نه شي، نو نور غړي به يې هم ونيول شي.

طالبانو هم دوه ورځې مخکې په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې څوک دې د خپلو ګټو لپاره پر طالبانو بې ځايه فشارونه نه اچوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.