ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني مزار کې له چارواکو سره د ولسي پاڅونونو د تجهیز او انسجام په اړه خبرې وکړې

غني مزار کې له چارواکو سره د ولسي پاڅونونو د تجهیز او انسجام په اړه خبرې وکړې

author avatar
11 Aug 2021 - 14:32
غني مزار کې له چارواکو سره د ولسي پاڅونونو د تجهیز او انسجام په اړه خبرې وکړې
author avatar
11 Aug 2021 - 14:32

کابل ( پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۰): د بلخ په مرکز مزار کې د ولسمشر غني، امنیتي چارواکو او سیاسیونو په ګډه غونډه کې د دفاعي ځواکونو تر چتر لاندې د ولسي پاڅونونو د همغږۍ، تجهیز او انسجام په اړه خبرې وشوې.

ولسمشر محمد اشرف غني نن د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ د بلخ مرکز مزار شریف ته په داسې حال کې تللی چې په تېره یوه اوونۍ کې د شمال او شمال ختیځ زون اړوند جوزجان، سرپل، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونه طالبانو نیولي دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې ولسمشر غني له سیاسي او جهادي شخصیتونو، د ولسمشر مخکیني مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم، د بلخ مخکیني والي عطامحمد نور، په امنیتي او سیاسي چارو کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار محمد محقق او د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد مشر جمعه خان همدرد سره نن سهار په مزارشریف کې وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي چي په دې کتنه کې د شمال زون د عمومي وضعیت د ارزونې ترڅنګ، د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر چتر لاندې د ولسي پاڅونونو د همغږۍ، تجهیز او انسجام په اړه بحثونه وشول.

له ارګ څخه په بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په مزار کي امنیتي غونډه رهبري کړه.

سرچینه لیکي چې په دغه غونډه کې په شمال زون کې امنیتي او دفاعي چارواکو د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره د خپل تیاري راپورونه او برنامې شریکې کړې ویې ویل چې د دولت په چوکاټ کې د ولسي پاڅونونو بشپړ ملاتړ ورسره دی او په ګډه به په شمال زون کې تصفیوي عملیات ترسره کړي.

Views: 160

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.