ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د استادانو او محصلانو د اتحادیو د لغو کېدو خبر ناسم دی

29 Sep 2021 - 18:28
29 Sep 2021 - 18:28

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۰): د لوړو زده کړو وزارت وایي، هغه مکتوب چې په کې د محصلینو او استادانو د اتحادیو فعالیت اغېزناک نه دی بلل شوی او په کې راغلي چې له دې وروسته یې د فعالیتونو مخنیو کېږي، حقیقت نه لري او د دغه وزارت له لوري نه دی خپور شوی.

د یادونې ده چې له تېرې ورځې راهیسې پر ځینو فیسبوک پاڼو «د لوړو زده کړو ټولو پوهنتونونو او موسسو ته» تر عنوان لاندې  یو مکتوب چې د لوړو زده کړو وزارت ټاپه هم پرې لګېدلې او د دغه وزارت د لیکنو د دفتر د امریت له لوري لیکل شوی، لاس په لاس کېږي.

په دغه مکتوب کې راغلي چې د راپورونو او ترلاسه شوو شکایتونو له مخې، د استادانو او محصلینو ټولنې اغېزمنې نه دي او د پوهنتونونو د استادانو او محصلانو تر منځ نفرت او اختلافات رامنځته کوي؛ له همدې امله د لوړو زده کړو وزارت پرېکړه کړې چې له دې وروسته د دغه ډول اتحادیو او ټولنو له فعالیته مخنیوی وشي.

خو د لوړو زده کړو وزارت د ریاست په دفتر کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل چې دغه مکتوب جعلي دی.

هغه زیاته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت په نوم د فیسبوک ډېرې جعلي پاڼې جوړې شوې او دغه ډول بې بنسټه اوازې د خلکو تر منځ خپروي.

په ورته مهال، د افغانستان د لوړو زده کړو د خصوصي پوهنتونونو او موسسو د اتحادیې اجرائیوي رییس عبدالله عبدالبر، پژواک ته وویل: «زه ډاډه نه یم چې خپره شوې اعلامیه دې د لوړو زده کړو وزارت له لوري خپره شوې وي… ځکه چې تراوسه د لوړو زده کړو وزارت له خوا موږ ته هیڅ مکتوب نه دی راغلی.»

دغه زار د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو د سراسري اتحادیې مرستیال دوکتور عصمت الله سجاد، هم وویل چې دغه مکتوب واقعیت نه لري؛ ځکه تراوسه د لوړو زده کړو وزارت له لوري دوی ته دغه ډول کوم مکتوب نه دی رسېدلی.

هغه زیاته کړه چې اتحادیو او ټولنو په ځانګړې توګه په خپله یې هم کوم خلاف کار نه دی ترسره کړی او تل یې د لوړو زده کړو له وزارت سره مرسته کړې ده.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version