ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې په شخصي لګښت مسلخ جوړيږي

10 Nov 2021 - 15:16
10 Nov 2021 - 15:16

ښرنه (پژواک، ١٩ لړم ١٤٠٠): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د لومړي ځل لپاره په شخصي لګښت د څارويو د حلالولو (مسلخ) د جوړېدو چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا ښاروال مولوي ناصر هلال خبريالانو ته وويل چې په دغه مسلخ کې به له اسلامي شريعت سره سم د څارويو حلاله ترسره کيږي.

دى زياتوي: ((خلک به په ارامه او پاکه فضا کې خپل څاروي حلالوي او تر ښار او ښاریانو پورې به یې په سمه توګه رسوي.))

د نوموړي په وينا، تر دې وړاندې په ښرنه کې د څارويو د حلالولو لپاره داسې کوم مشخص ځاى نه و جوړ شوى.

د مسلخ جوړوونکي محمد اجمل پژواک ته وويل چې دغه ځاى د ښاروالۍ په همکارۍ جوړوي چې شاوخوا لس ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

ده وويل چې د دغه مسلخ د جوړېدو چارې به راتلوونکو څو مياشتو کې بشپړې شي.

د ښرنې ښار يو تن قصاب رحمت الله پژواک ته وويل چې تر دې وړاندې د څارويو د حلالو لپاره کوم مشخص ځاى نه و ټاکل شوى.

دى وايي: ((هرځاى چې زموږ خوښه وه هلته به مو څاروي حلالول خو اوس ښه شو چې يو مشخص ځاى ورته جوړيږي.))

د يادونې ده چې تر دې وړاندې په پلازمېنې کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې د څارويو د حلالولو لپاره ځانګړي او معياري ځايونه جوړ شوي دي.

Views: 106

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version