ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېر کال په یوه ربعه کې د کندوز د کرنې ریاست ۳۳ میلیونه افغانۍ عواید غلا شوي

4 Dec 2021 - 17:52
4 Dec 2021 - 17:52

کندوز (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې د روان کال په تېرو درېيو مياشتو د کندوز د کرنې رياست له ٣٦ ميليونو افغانيو ډېر عوايد راټول کړي چې د تېر کال د همدې مودې په نسبت ٣٣ ميليونه، ٦٢زره او ٩٢ افغانۍ توپیر ښيي.

د تېر مالي کال د ۱۲میاشتو ټول عواید ۱۱میلیونه ۸۹۶زره او ۴۵‍۱ افغانۍ دي، په داسې حال کې چې د روان کال د وروستیو درېیو میاشتو عایداتو ته په کتو باید د دغه کال عواید ۱۳۲ میلیونه، ۲۴۸زره او ۳۶۹ افغانۍ شي، پر دې سربېره د کرنې ریاست اوسني چارواکي وایي چې د یادې ادارې له عوایدو لسګونه میلیونه افغانۍ حیف او میل شوي دي.

د پژواک د موندنو پر اساس، د ۱۳۹۷، ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ کلونو عواید په ترتیب سره (۱۱میلیونه ۸۹۶زره او ۴۵۱ افغانۍ)، (۱۰میلیونه ۷۵۴زره و ۳۶۳ افغانۍ) او ۲۹ میلیونه ۷۳۱زره او ۱۸۰ افغانۍ) دي چې ربعوار تفاوت یې د روان کال تر یوې ربعې ډېر دی.

د کندوز ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د دې ادارې له عایداتي سرچینو ۳۶ میلیونه، ۶۳زره او ۲۰۵افغانۍ راټولې کړې چې د دوی په خبره، تېر کال مخکنیو چارواکو ۱۱ میلیونه، ۸۹۶زره او ۴۵۱ افغانۍ ترلاسه کړې وې چې د روان کال د درېیو میاشتو په پرتله ۲۴ میلیونه، ۱۳۹زره او ۷۵۴ افغانۍ تفاوت ښیي.

د کندوز د کرنې ریاست مسوولین د کرنیزو محصولاتو پلور، د فعالیت جوازونه، د افرونو بیې او د دې ادارې د وسایلو (لیلام) پلورل د دې ادارې عایداتي سرچینې یادې کړې دي.

د کندوز د کرنې رییس مولوي امان الله حسن وایي چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د تېر حکومت له لوري ۱۱میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي او د اوسني حکومت تر واک ته رسېدو وروسته په تېرو درېیو (وږي، تلې او لړم) میاشتو کې د یادې ادارې له عایداتي سرچینو شاوخوا ۳۶ میلیونه افغانۍ راټولې شوې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۳ میلیونه، ۶۲زره او ۹۲ افغانۍ ډېروالی ښیي او دغه راز د تېر کال د ۱۲ میاشتو په پرتله ۱۳۲میلیونه، ۲۴۸زره او ۳۶۹ افغانۍ توپیر ښیي.

حسن د کرنې ریاست د عوایدو د کمښت لامل په ۹۷، ۹۸ او ۱۳۹۹کلونو کې شخصي جېبونو ته د پیسو تلل او د زورواکو شتون بولي او وایي چې راټولې شوې پیسې د دغه ولایت د مستوفیت له لارې د افغانستان بانک ته سپارل شوې دي.

حسن وویل: «په تېرو درېيو مياشتو کې مو شاوخوا ٣٦ ميليونه افغانۍ راټولې کړي؛ خو د تېر کال په تېرو ١٢ مياشتو کې ١١ ميليونه افغانۍ راټولې شوې وې چې هغه هم يواځې له تخمي غنمو ترلاسه شوې او د هټۍوالو او دولتي جایدادونو پیسې د زورواکو شخصي جېبونو ته تللې دي.»

حسن وویل، موږ د یادو عوایدو ډېرولو لپاره کار کوو، دغه عواید به ډېر شي او حکومت هوډ لري چې د کندوز ولایت خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي.”

هغه ټینګار کوي چې له دې وروسته به اجازه ورنه کړي څو د بیت المال پیسې د اشخاصو جېبونو ته ولوېږي.

ده وویل، موږ هڅه کوو چې ډېر عوايد ترلاسه کړو او د يوې رڼې پروسې له لارې یې د افغانستان بانک ته وسپارو.”

د هغه په خبره، د تېرو درېیو میاشتو عایدات د تېر کال د همدې وخت عایداتو په نسبت د پام وړ توپیر لري؛ که موږ د یو کال عایدات ټول کړو، ډېر لوړ عایدات به ولرو.

د کندوز ولایت د کرنې ریاست مالي او اداري مدیریت کارکوونکي غلام نبي هم مني چې مخکې د دغه ولایت د کرنې په اداره کې فساد موجود و.

هغه وايي، دغه اداره ځکه په مخکې کلونو کې له عایداتي کسر سره مخ وه چې دلته مالي فساد و، میلیونونه افغانۍ حیف او میل او شخصي جېبونو ته تلې، خو اوس عایدات ډېر شوي دي.

غلام نبي وايي: ((دا روښانه ده چې د کرنې ریاست پیسې شخصي جېبونو ته تلې، میلیونونه افغانۍ حیف او میل کېدې او په دغه فساد کې د نورو دولتي ادارو استازي هم شریک وو؛ پیسې یې حیف او میل کولې او بنسټیز کارونه یې نه ترسره کول، اوس ډېر شکر اداء‌ کوو چې یادې ستونزې حل شوې او هیله من یو چې عایدات ډېر شي او بنسټیز کارونه ترسره شي.))

د کندوز د کرنې رییس مولوي امان الله حسن وايي ې په ۱۳۹۷ کال کې د دې ادارې عایدات څه باندې ۲۹ میلیون افغانۍ او په ۱۳۹۸ کال کې ۱۰ میلیون او ۸۵۴زره او ۳۶۳ افغانۍ دي چې د ده په خبره، ډېری دغه عایدات د اصلاح شوو تخمونو له درکه دي.

دی زیاتوي چې د دولتي ځمکو، دوکانونو او سرایونو اجاره شخصي جېبونو ته تله او د نوي حکومت په راتلو سره دغه عایدات د «افغانستان بانک» ته جمع شوي دي.

د حسن په خبره، سږ کال پر ۳۶ میلیون عاید سربېره ۱۰ میلیون افغانۍ د عشر له درکه هم ترلاسه شوې دي.

د متخصصینو او چارواکو غبرګون

د کندوز ولایت د کرنې رییس مولوي امان الله حسن وايي چې مفسدین به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي او محکمې به يې په اړه پرېکړه وکړي.

د کندوز د سوداګرۍ خونې سرپرست او د اقتصادي چارو پوه متین یوسفزي د مخکني دولت د پرځېدو اصلي لامل په دولتي ادارو کې فساد وباله او ویې ویل، فساد نه یوازې د کرنې په اداره، بلکې په ټولو دولتي ادارو کې و؛ ۵۰ سلنه دولتي عایدات شخصي جېبونو ته تلل او د اوسنیو اقتصادي ستونزو یو لامل هم په تېر نظام کې فساد و.

متین یوسفزی وايي: ((له شک پرته په تېرو کلونو کې د عایداتو کسر په اوسني اقتصادي بحران کې رول لري؛ مخکې مالي فساد اوج ته رسېدلی و، د افغانستان د خلکو ۵۰ سلنه پیسې حیف او میل کېدې او له دې امله اوس د افغانستان خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.))

د کندوز ولایت د کرنې ریاست مالي او اداري کارکوونکی نجم الدین وايي چې مخکې په کرنې ریاست کې فساد موجود و، ۵۰ سلنه عایدات شخصي جېبونو ته تلل.

د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو پوه غلام نبي څپاند وویل، مخکني قوانین چې د عایداتو د ټولو لپاره طرحه شوي وو، په عملي میدان کې نه تطبیق کېدل، د اقتصاد حوزې لپاره بنسټیز کار ترسره نه شو، له دې امله اوس د افغانستان خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: ((مخکني حکومت ستونزې درلودې او له دولتي سرچینو یې په ښه ډول عایدات نه ټولول، ډېری پیسې حیف او میل کېدې، واسطه بازي ډېره وه او مخکني حکومت چې کوم قوانین طرحه کړي وو، تطبیق یې نه شو کړای، دغه قوانین د تطبیق وړ نه وو او په مخکې نظام کې چې باید کوم کار ترسره شوی وای، ترسره نه شو، په اوسني اقتصادي بحران کې هم مخکنی دولت ملامت دی او هم اوسنی.))

د اقتصادي چارو کارپوه پوهنیار محمد عمر کندوزي زراعت د اقتصاد د ملا تیر وباله او ویې ویل، حساب ورکول د اسلامي نظام اصل دی، د کرنې ښه مدیریت د اقتصاد د لوړېدو لامل کېږي.

هغه د عایداتو ټولو لپاره د منظم سیسټم جوړېدو غوښتنه وکړه او په هېواد کې د اوسني اقتصادي بحران یو لامل یې مخکې ترسره شوی فساد وباله او ویې ویل، په ادارو کې باید له متخصصو او مسلکي کسانو استفاده وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د مخکني حکومت ډېری چارواکو هم په هېواد کې د مالي فساد شتون منلی و.

د پژواک د یوه راپور له مخې د روان کال په غويي میاشت کې د مخکني نظام مالیې وزارت ویلي و چې هره ورځ د هېواد د ګمرکونو تر اته میلیون ډالر عایدات حیف او میل کېږي.

Views: 258

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version