ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ شپول بي اېچ سي روغتیايي مرکز د درملو او اوبو ستونزه حل شوې

5 Dec 2021 - 15:53
5 Dec 2021 - 15:53

 جلال اباد (پژواک، ١۴ لیندۍ ١٤٠٠): پر ټولنې د څارنې ډلې د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ  د بي اېچ سي کلينيک د درملو، برېښنا، تشنابونو او اوبو ستونزې حل کړې دي.

يادې ستونزې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې(UNDP )  د بشري مرستو د پیاوړتیا له موسسې (HAEO) سره په ګډه حل کړې دي.

هسکه مېنه د ننګرهار ولايت يوه لرې پرته او ګڼ نفوسه ولسوالۍ ده چې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه موقعيت لري او په ټوليز ډول د ۱۲۰زره کسانو لپاره څلور روغتيايي مرکزونه په کې فعاليت کوي. د شپول سيمې بي اېچ سي روغتیایی کلینیک یو له هغو روغتیایی کلینیکونو څخه دی چې په سیمه کې د شل زره وګړو لپاره فعالیت کوي، په داسې حال کې چې هلته هره ورځ ۱۵۰ – ۲۰۰ ناروغان دغه کلینیک ته مراجعه کوي.

ياد روغتيايي مرکز ته له ډېرو لرو سيمو ناروغان ورځي چې ډېری يې زيات عمر لرونکي نارينه، ښځې او ماشومان دي.پر ټولنې د څار په ترڅ کې معلومه شوې چې ياد روغتيايي مرکز د درملو، پاکو او صحي اوبو نشتوالي سره مخ دی او تشنابونه يې هم خراب دي.

سرچينه وايي چې ياد روغتيايي مرکز ته له لرې پرتو سيمو ناروغان د درملنې لپاره ورځي، خو کله چې ډاکټر نسخه ورکړي، په روغتون کې يې درمل وجود نه لري او سربېره پردې ناروغانو لپاره د څښاک اوبه هم نشته او د تشنابونو اسانتياوې هم نه لري.

د محمد جان په نوم د هسکې مېنې ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې د شپول سيمې بي اېچ سي روغتيايي مرکز ته يې خپل ناروغ زوی راوړی، د يادې ولسوالۍ د ټولنيز حساب ورکونکې شبکې له غړي سره خپلې ستونزې شريکې کړې دي.د يادونې ده چې د ټولنيز حساب ورکونکې شبکه د اېچ اې اي له خوا له نشه يي توکو سره د مبارزې په موخه جوړه شوې ده. محمد جان زياته کړه:” ما مې خپل درې کلن ناروغ زوی د طبي معایناتو او درملنې لپاره شپول بي اېچ سي روغتيايي مرکز ته راوړ، کله چې مې له ډاکټر سره ولیدل، هغه وویل چې د دې ماشوم لپاره هیڅ درمل نشته. ما دومره پیسې نه درلودې چې خپل زوی مرکزي روغتون يا شخصي روغتون ته انتقال کړم.» دغه موضوع  د بشري مرستو د پیاوړتیا له موسسې (HAEO) د څارنې ټیم او د ولسوالۍ د ټولنیز حساب ورکونې شبکې له خوا چې د ملګرو ملتونو پراختيايي ادارې  (UNDP) له لوري له اداري فساد سره د مبارزې د مرستې برنامې په چوکاټ کې جوړه شوې او د ډنمارک سفارت له خوا يې مالي ملاتړ کېږي، د سکتوري غونډو او تلوېزیوني ډیالوګونو له لارې د ولایتي او ولسوالیو روغتیا سکتور چارواکو سره شریکه شوې.

له روغتيايي مرکزونو څخه د منظمې ټولنيزې څارنې او له روغتيايي مسوولينو سره د ستونزو د شريکولو په پايله کې پورته يادې شوې ستونزې هوارې شوې دي.

کلینیک ته درمل ورکړل شوي، تشنابونه ترميم شوي او د صحي اوبو د برابرولو لپاره يې څاه کېندل شوې ده.

د ياد روغتيايي مرکز مراجعين او کار کوونکي خوښ دي او د ملګرو ملتونو پراختايي ادارې (UNDP)او د بشري مرستو د پیاوړتیا له موسسې څخه يې مننه وکړه چې د دوی د هڅو په پايله کې يې ستونزې حل شوې.

د ټولنيز حساب ورکونکې شبکې غړي تواب خان وويل: “که هرڅوک په خپلو اړوندو ټولنو کې په داوطلبانه توګه او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پراساس د خدماتو چمتو کوونکو کار او عامه خدمات وڅاري، د فساد کچه به کمه شي .”

Views: 156

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version