ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار نېښ ولسوالۍ خلک روغتیايي خدماتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

29 Oct 2023 - 13:41
29 Oct 2023 - 13:41

کندهار (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۲): د کندهار نېښ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي روغتیايي خدماتو له نه لاسرسي شکایت کوي او وايي، په دې ولسوالۍ کې یوازې یو روغتیايي مرکز دی چې امکانات یې کم دي او ټولو خلکو ته خدمات نه شي وړاندې کولی.

د نېښ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سیدمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ په ټوله ولسوالۍ کې یو کلینیک لرو، هلته هم امکانات کم وي، د خلکو نفوس ډېر دی، بسنه نه کوي.»

هغه زیاتوي، ډېری وخت خلک خپل ناروغان کندهار ښار ته بیايي خو په وینا يې، بېړني ناروغان د مجوریت له مخې د ولسوالۍ کلینیک ته وړي.

د نوموړي په خبره: «کله چې مریض پېښ شي، کوښښ کوو چې ښار ته یې ورسوو، ښار هم لرې دی، لارې خرابې دي، خو کله چې بیا عاجل مریض وي نو مجبور یو چې د ولسوالۍ کلینیک ته یې بوځو خو هلته بیا اکثره وخت ډاکټران نه وي.»

د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی ګلاجان په دې اړه وایي: «زموږ لوی مشکل د روغتیا دی چې باید حکومت او موسسې یې حل کړي، موږ ته دې یا غټ کلینیک جوړ کړي یا دې په دغه کلینیک کې ډاکټران او دوا ډېر کړي.»

هغه زیاته کړه، ولسوالۍ ډېره پراخه ده، ټول خلک نه شي کولای د ولسوالۍ کلینیک ته لاړ شي او په وینا يې چې که د ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې کوچني کلینیکونه جوړ شي، د دوی ستونزې به تر ډېره ورسره کمې شي.

د دې ولسوالۍ د غنیګي کلي یو اوسېدونکی اخترمحمد بیا وايي، دوی د امبولانس خدماتو ته هم لاسرسی نه لري.

هغه زیاتوي: «دلته کلینیک نه امبولانس لري او نه هم بل موټر شته چې موږ ښځینه یا نور عاجل مریضان تر ښار پورې ورسوو؛ زموږ غوښتنه دا ده چې حکومت دې زموږ غم وخوري.»

بلخوا د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین هم د نېښ د خلکو یادې ستونزې پر ځای ګڼي خو وايي، هلته ۲۵ بستریز روغتون منظور شوی او ژر به فعال شي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر احمدشاه شاداب وویل: «د نېښ لپاره یو ۲۵ بستریز ډي اېچ روغتیايي مرکز منظور شوی، د درملو لپاره هم هڅې کوو نو د دغه مرکز په جوړېدو سره به هلته د خلکو ډېرې روغتیايي ستونزې حل شي.»

نېښ د کندهار ښار شمال ته په ۱۱۵ کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې ډېری خلک يې په کرنه بوخت دي.

Views: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version