ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د پيسو په بدل کې د برېښنايي تذکرو د ورکړې مخه نيول شوې ده

9 Dec 2021 - 10:56
9 Dec 2021 - 10:56

کندهار (پژواک، ۱۸ غبرګولى ۱۴۰۰ ) : په کندهار کې د ځوانانو اتحاد د برېښنايي تذکرو ورکړې بهير کې د پیسو غوښتنې په اړه د خلکو شکايتونو ته رسېدنه وکړه او ستونزه حل شوه.

د کندهار د ځوانانو اتحاد د فساد پر وړاندې د مبارزې سیمه ييز څارونکی ارګان دی چې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې يا UNDP د افغانستان د ژغورنې موسسې (MPO) د عمل پروژې په ملاتړ جوړ شوی، په کندهار کې يې د برېښنایي پېژندپاڼو دفتر کې د فساد یوه قضیه موندلې چې له مخې يې له یو کس څخه د برېښنايي پېژندپاڼو په بدل کې د پیسو غوښتنه شوې وه.

 نصيب الله چې د کندهار د ځوانانو اتحاد ته يې د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش څخه د فساد په اړه شکايت کړى و، وويل:”زه غواړم چې د ځان او کورنۍ لپاره مې برېښنایي تذکرې ترلاسه کړم، خو په ادارو کې د فساد شتون له امله له یوې میاشتې راهیسې نه شم کولی چې تذکرې واخلم. د الکترونیکي تذکرو کارکوونکي زما او زما د کورنۍ غړو د تذکرو په بدل کې پيسې غواړي او زه غريب يم د پيسو ورکړې توان نه لرم، نو ځکه غواړم چې تاسو زما غږ واورئ او د فساد مخه ونيسئ. ” دکندهار د ځوانانو اتحاد مسوولینو په دې اړه د اداري فساد دوسیو څېړلو په هکله د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

د برېښنايي تذکرو د وېش مسوول د قضيې په اړه بېړنۍ غونډه راوبلله، د اداري فساد دوسيو په اړه يې له کار کوونکو سره موضوع شريکه کړه او  هغوی ته يې په ډاګه کړه چې د دغه کار مخه ونيسي او که چېرې په داسې قضيو خبر شوئ، نو موضوع له مسوولينو او پولیسو سره شريکه کړئ او ټول هغه کسان دې پيدا شي چې غواړي د کندهار د خلکو نوم بد کړي.

له غونډې وروسته د يادې ادارې مسوول له نصيب الله څخه د پېژندپاڼو په ورکړه کې د ځنډ له امله بښنه وغوښته او له نوموړي سره يې ژمنه وکړه، چې ژر به يې پېژندپاڼې ورکړل شي. په کندهار ولايت کې له فساد سره د مبارزې د ځوانانو اتحاد خلکو ته د فساد پر وړاندې د مبارزې روزنه ورکړې او خلکو ته یې بروشرونه هم وېشلي دي.

 فساد یو له هغو مهمو عواملو څخه دی چې په افغانستان کې د سولې او بیارغونې بهیر کمزوری کوي.د افغانستان تړون او د افغانستان د ملي پراختیا ستراتېژي (ANDS) دواړه فساد د هېواد د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ بولي.

Visits: 201

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version