ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان کرنې ریاست له پوروړو کوپراتیفونو د پورونو راټولولو هڅې پیل کړې دي

15 Dec 2021 - 16:46
15 Dec 2021 - 16:46

پلخمري (پژواک، ٢٤ ليندۍ ١٤٠٠): د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته د بغلان د کرنې رياست مسوولينو له کوپراتيفونو د پورونو راټولولو هڅې پيل کړې دي.

پژواک خبري اژانس د روانې مياشتې په ١٨ مه نېټه يو راپور خپور کړى و چې د بغلان ولايت په اتو ولسواليو کې ٦٢ کوپراتيفونه له حکومت څخه څه باندې ١٦ ميليونه افغانۍ پوروړي دي.

د بغلان کرنې، مالدارۍ، عشر او زکات کمېسيون رييس قاري محمد نعيم همکار نن د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې له ولايت مقام او قوماندانۍ سره يې خبرې کړي،ترڅو هرڅه ژر له يادو کوپراتيفونو څخه پورونه را ټول او دولت خزانې ته وسپارل شي.

ده وويل: ((هڅې مو روانې دي ترڅو پیسې ترې واخلو يو شمېر کسانو موږ سره منلې چې پیسې راکوي او په دې اړه مو له قوماندانۍ او ولايت مقام سره هم خبرې کړې دي.))

همدارنګه په ياده غونډه کې د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د پژواک د ياد راپور ستاينه وکړه او ويې ويل چې دغه شان راپورونه له حکومت سره همکاري کوي ترڅو ستونزې حل کړي.

د پژواک د راپور له مخې، مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ۲۴ کوپراتیفونه ۸۷۰۸۹۹۱ افغانۍ، دوشي کې ۱۲ کوپراتیفونه ۱۸۹۸۳۰۰ افغانۍ، پلخمري کې ۱۱ کوپراتیفونه ۲۷۳۱۰۲۶ افغانۍ، خنجان کې ۶ کوپراتیفونه، ۸۶۰۲۵۰ افغانۍ، دهنه غوري کې پنځه کوپراتیفونه  ۱۳۲۰۵۸  افغانۍ، ده صلاح کې ۲ کوپراتیفونه  ۴۰۴۰۴۳ افغانۍ، بنو کې یو کوپراتیف ۱۵۲۷۹۴ افغانۍ خوست او فرنګ ولسوالۍ کې یو کوپراتیف ۱۲۵۰۰۵ افغانۍ د کرنې له رياست څخه پوروړي دي.

Views: 105

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version