ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې ۶۲ کوپراتیفونه د کرنې ریاست څه باندې ۱۶ میلیونه افغانۍ پوروړي دي

9 Dec 2021 - 15:09
9 Dec 2021 - 15:09

پلخمري (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې له تېرو شپاړسو کلونو د بغلان ولايت په اتو ولسوالیو کې ۶۲ کوپراتيفونه  ۱۶ میلیونه، ۲۰۰ او ۳۹زره څلور سوه ۶۷ افغانۍ د کرنې د ریاست پوروړي دي.

د پژواک د موندنو پر بنسټ، ۶۲ کوپراتیفونو د کرنې له ریاسته د غنمو اصلاح شوی تخم پېرلی او په خپلو سیمو کې يې پر بزرګرانو وېشلی، خو پیسې يې نه دي تحویل کړې.

د هغو سندنو له مخې چې پژواک رسېدلي، په یادو ۶۲ کوپراتیفونو کې ۱۸۶ مسوولينو د پور ورکړې تضمين کړی خو سره له دې چې له ۱۳۸۶ لمريز کال راهيسې ورته ۶۲ مکتوبونه استول شوي او په رسمي ډول ترې غوښتل شوي چې د کرنې رياست پور دې ادا کړي، خو لا يې هم دا کار نه دی کړی.

د بغلان د کرنې، مالدارۍ او عشر او زکات ریاست دا تاییدوي چې کوپراتیفونه څه باندې شپاړس میلیونه افغانۍ د کرنې ریاست پوروړي دي او مسوولینو یې دغه پور کرنې ریاست ته نه دی ورکړی.

وروستی مکتوب د بغلان ولایت مقام د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۲۲مه نېټه د بغلان امنیې قوماندانۍ ته او د مکتوب کاپۍ یې د دغه ولایت پنځو ولسوالیو، د کوپراتیفونو د ودې ریاست او د بغلان کرنې ریاست د کرنیزو چارو امریت ته لېږلې او په کې یې د ټولو ۶۲ مکتوبونو صادره شمېرې، د مکتوبونو ګڼې او نېټه ذکر کړې ده.

دغه مکتوب په روان کال کې د پوروړو له جدول سره یو ځای امنیې قوماندانۍ ته لېږل شوی او ترې غوښتنه شوې چې پوروړو کوپراتیفونو لا هم د کرنې ریاست پور نه دی ورکړی خو امنيتي ارګانونو تر اوسه پوروړي نه دي جلب کړي.

په دغه مکتوب کې له امنیې قوماندانۍ غوښتنه شوې چې امنیتي حوزو ته دې دنده وسپاري څو د کوپراتیف پوروړي جلب او پور ترې واخلي.

مرکزي بغلان، پلخمري، دهنه غوري، دوشي، خنجان، بنو، فرهنګ او ده صلاح د بغلان هغه ولسوالۍ دي چې کوپراتیفونه په کې د کرنې ریاست پوروړي دي.

پژواک ته د رسېدلو سندونو له مخې، په مرکزي بغلان کې ۲۴ کوپراتیفونه ۸۷۰۸۹۹۱ افغانۍ، پلخمري کې ۱۱ کوپراتیفونه ۲۷۳۱۰۲۶ افغانۍ، دهنه غوري کې پنځه کوپراتیفونه ۱۳۲۰۵۸ افغانۍ، په دوشي کې ۱۲ کوپراتیفونه ۱۸۹۸۳۰۰ افغانۍ، خنجان کې شپږ کوپراتیفونه ۸۶۰۲۵۰ افغانۍ، بنو کې یو کوپراتیف ۱۵۲۷۹۴ افغانۍ، فرنګ کې یو کوپراتیف ۱۲۵۰۰۵ افغانۍ او ده صلاح کې دوه کوپراتیفونه ۴۰۴۰۴۳ افغانۍ د کرنې ریاست پوروړي دي.

د بغلان د کرنې، مالدارۍ، عشر او زکات ریاست رییس قاري محمد نعیم همکار د پوروړو کوپراتیفونو په اړه پژواک ته وویل: «کوپراتیفونو کې څو ستونزې وې، یو دا چې دوی له زورواکو سره ملګرتیا درلوده، د هغوی له زور او ټوپک څخه یې استفاده کوله، بله به یې کرنې ریاست ته دا خبره کوله چې سیمه د اسلامي امارت ده، نا امنه ده موږ نه شو کولای چې کرنې ریاست ته پیسې ورکړو، موږ ته ستونزې جوړېږي، بله خبره دا وه چې د کوپراتیفونو مسوولینو په مطلق ډول دغه پیسې نه ورکولې، دا پلمه يې کوله چې له دوی څخه پیسې د اسلامي امارت کسانو اخیستې او یا یې هم اخلي، نو د همدې لاملونو له مخې دوی کرنې ریاست ته پیسې نه دي تحویل کړې.»

خو د پوروړو کوپراتیفونو مسوولین وايي، کرنې ریاست دغه پیسې له موږ نه دي غوښتې نو ځکه مو نه ورکولې .
د صافي کیله ګي کوپراتیف چې ۴۱۲۵۰ افغانۍ پوروړی دی، یوه مسوول عبدالحکیم پژواک ته وویل: «ښايي څوارلس کاله به کېږي چې موږ له کرنې ریاسته د کښت لپاره اصلاح شوی تخم وړی، کله مو چې غنم پر خلکو ووېشل هغوی ویل چې له موږ سره حکومت مرسته کړې او تاسو ته پیسې نه درکوو، موږ ته چا پیسې رانه کړې، بیا ورپسې امنیتي وضعیت خراب شو، زورواکي نه یو خو حکومت پيسې نه غوښتې او موږ هم زړه نه ښه کاوه چې ور یې کړو، ۲۵۰۰۰ افغانۍ اوس هم په بانک کې لرم، اوس زموږ کوپراتیف منحل شوی دی، هیڅ نشته.»

په ډنډشهاب الدین کې د اخلاص کوپراتیف یوه مسوول اخترمحمد چې د کرنې ریاست ۸۵۸۵۰۰ افغانۍ پوروړی دی، پژواک ته وویل: «موږ چې د غنمو تخم پر خلکو ووېشل نو هغوی موږ ته پیسې رانه کړې، همداسې پاتې شوې، کوپراتیفونه مو منحل شول، بیا نور څوک پسې ونه ګرځېدل، زموږ پیسې هم په بانک کې پاتې شوې، بزګرو موږ ته ویل چې حکومت له موږ سره مرسته کړې او تاسې مرسته په موږ پلورئ. څلور، پنځه کاله به کېږي چې موږ پوروړي یو، زورواکي نه یو.»

د بغلان د اطلاعات او فرهنګ ريیس د کوپراتیفونو د پورونو راټولولو په اړه پژواک ته وویل: «اسلامي امارت اوس پر ټول هېواد باندې حاکم دی، زورواکي پای ته رسېدلې او هيڅوک له قانونه لوړ نه دي، موږ د دولت پور له ټولو خلکو راټولوو چې په هر ځای او هره سیمه کې وي، هيڅوک حق نه لري چې د حکومت حق وخوري او یا هم د حکومت پیسې ورنه کړي، د عوایدو په راټولولو کې د بغلان ولایتي اداره جدي ده او هر هغه څوک چې د دولت پیسې ورنه کړي، قانوني چلند به ورسره وکړي.»

د يادونې ده، د پژواک د هغه راپور له مخې چې د لېندۍ په ۱۴مه خپور شو، د بغلان ولايت د پلخمري ښاروالۍ د ملکيتونو ٢٦ اجاره دارانو په تېرو ١٨ کلونو ٨٨،٨ ميليونه افغانۍ حکومت ته نه دي سپارلې.

Views: 263

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version