ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټولګټو وزارت د تېر حکومت له خوا منفک شوي ۲۷۰ کارکوونکي بېرته استخدام کړي

19 Dec 2021 - 16:41
19 Dec 2021 - 16:41

کابل (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۰): ټولګټو وزارت د خپلو ځینو پروژو د کار له پیلېدو خبر ورکوي او د مخکني حکومت له خوا د دغه وزارت د ځینو کارکوونکو منفکي یې بې انصافي بللې او وايي چې ۲۷۰ یاد منفک شوي کسان یې بېرته ګومارلي دي.

د فواید عامې وزارت مرستیال مولوي بخت الرحمان شرافت نن د رسنیو په مرکز کې خبرې غونډې ته د هغو پروژو په اړه چې د اسلامي امارت له خوا قرارداد شوې او اوس یې کارونه روان دي، خبر ورکړ.

دغه پروژې چې شمېر یې اوو ته رسېږي او اوس یې په ځینو ولایتونو کې کارونه روان دي یا د بشپړېدو په حال کې دي، د پلونو او سړکونو بیارغونې او میلینګ کارۍ په برخو کې دي.

د ټولګټو وزارت د مرستیال په خبره، په دغو پروژو کې د کابل- کندهار او کابل- میدان ښار د لویې لارې بیارغول، د سالنګونو ترمیم، د سالنګ په بالامردان کې د یوه پل بیارغول، د زابل په ارغنداب کې د یوه پل جوړول، په زابل کې د ۲۱ پلچکونو جوړول او د کابل- کندهار لویې لارې د یوه پل بیارغول شامل دي.

هغه وايي چې د دې پروژو ټول لګښت ۱۱۲ میلیونه افغانۍ دی چې د فواید عامې وزارت له خوا ورکول کېږي.

شرافت د دې پوښتنې په ځواب کې چې د تېر حکومت د نیمګړو پروژو کارونه هم روان دي او کنه؟ وویل: ((موږ دوه ډوله پروژې لرو، یو هغه پروژې دي چې د بهرنیو ډونرانو په مالي پورې تړلې دي چې د هغو کارونه د اوس لپاره ولاړ دي، خو اسلامي امارت هڅه کوي څو د دې پروژو کارونه بېرته پیل شي. دویم هغه پروژې دي چې خپله د وزارت د بودجې اړوند کېدې چې اوس یې کارونه جریان لري.))

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې د فواید عامې وزارت په لومړیتوبونو کې اوس هغه پروژې دي چې کارونه یې تر ډېره مخکې تللي او ډېر کم کارونه یې پاتې دي.

هغه دغه راز په را روان ژمي کې د هغو لارو بندېدو د مخنیوي په برخه کې له اقداماتو چې ډېره واوره نیسي، خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې تر اوسه په افغانستان کې ۳۰۰ زیان منونکې سیمې په نښه شوې چې له ډلې یې اته سیمې ډېرې مهمې دي؛ په همدې موخه له ځینو شرکتونو سره د هغو د پاکولو لپاره د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت په اتو ولایتونو کې تړونونه شوي دي.

هغه دغه راز د مخکني حکومت له خوا د ځینو کسانو منفک کېدل بې انصافي یاده کړه او ټينګار یې وکړ چې یوه کمېټه ټاکل شوې څو یاد تجربه لرونکي کسان بېرته خپلو دندو ته جذب کړي.

هغه دغه راز زیاته کړه چې یادې کمېټې تر اوسه ۲۷۰ منفک شوي کسان بېرته جذب کړي او دغه پروسه لا هم روانه ده.

هغه دې پوښتنې په ځواب کې چې د دغه وزارت د راتلونکي مالي کال بودجه نهايي شوې که نه؟ وویل: ((تر اوسه نه ده نهايي شوې، خو په نږدې راتلونکي کې به یې له تاسو سره شریکه کړو.))

د ټولګټو وزارت مرستیال دغه راز د هغو پیسو په اړه چې د شرکتونو په مخکني حکومت باندې دي، وویل، یوه کمېټه یې ټاکلې څو دغه موارد وڅېړي، چې څنګه امکان لري د هغو پروژو پیسې چې بشپړې شوې خو تر اوسه یې نه دي ترلاسه کړې، په داسې حالت کې چې یاد شرکتونه پر حق وي، وروسته به یې په اړه پرېکړه وشي.

دا په داسې حال کې ده، پژواک خبري اژانس د روان کال د زمري په میاشت کې یو راپور خپور کړ، د یاد راپور د موندنو له مخې، د فواید عامې وزارت خپل ۲۰۸ کار کوونکي په غیر قانوني ډول تقاعد کړي، ځیني نور یې ګوښه کړي او ځینو نورو ته یې د خدمتي تبدیلۍ امتیازات نه دي ورکړي.

Views: 502

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version