ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د پوهنې رياست د ۵۹ ښوونځيو او مدرسو د ودانیو ۲۴ میلیونه افغانۍ کرایه نه ده ورکړې

20 Dec 2021 - 15:01
20 Dec 2021 - 15:01

کندهار (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۰): د پژواک د موندنو له مخې د کندهار پوهنې ریاست د هغو ۵۹ ودانیو کرایه نه ده ورکړې چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې یې د ښوونځيو او مدرسو لپاره په کرایه نیولې دي.

دغه ودانۍ د پوهنې وزارت له خوا د کندهار ښار او ولسوالیو په هغو سیمو کې په کرایه نیول شوي چې هلته دولتي ښوونځي او مدرسې خپلې ودانۍ نه لري.

د معلوماتو له مخې، ټولټال ۵۹ شخصي ودانۍ په کرایه نیول شوې چې د ځینو د ۲، ۳ او ۵ کلونو کرایه نه ده ورکړل شوې چې ټولې ۲۴ میلیونه افغانۍ کېږي.

سرچینې وايي، هر کال د کندهار د پوهنې ریاست ته د ۲۲۲۲ کوډ له لارې میلیونونه افغانۍ راغلي چې د نورو توکو پېرلو تر څنګ باید د کرایه شوو ودانیو کرایه ورڅخه ورکړل شي، خو دغه پیسې ایستل کېدلې، فساد په کې کېده او شخصي جېبونو ته تللې.

خلک: زموږ د کورونو اړوند د کلونو کرایه نه ده راکړل شوې

د کندهار ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکی حبیب الله یو له هغو کسانو دی چې د پوهنې ریاست ته یې د مرغان لومړني ښوونځي لپاره خپل کور په ۹ زره افغانۍ په کرایه ورکړی دی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د پوهنې رياست یې د کور د ۲ کلونو کرایه نه ده ورکړې چې ۲۰۴ زره افغانۍ کېږي.

ده له پوهنې ریاست سره شوی قرارداد پژواک ته وښود او زیاته یې کړه چې د تېر نظام په وخت کې یې څو ځلې د کرایې تر لاسه کولو لپاره دغې ادارې ته مراجعه کړې، خو مسوولو کسانو ورته ویل چې بودجه نه ده راغلې.

دی وايي، په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې ښوونځی د ده له کور څخه بلې ودانۍ ته لېږدول شوی، بیا هم د ده پیسې نه دي ورکړل شوي.

دغه راز د کندهار ښار د ۸مې ناحیې اوسېدونکي مولوي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل چې له تېرو ۵ کلونو راهیسې یې خپل دوه کورونه د صابریه په نوم د دیني مدرسې لپاره پوهنې ریاست ته په کرایه ورکړي، خو تر اوسه یې د کرایې اړوند یوه افغانۍ هم نه ده ورکړل شوې.

هغه زیاته کړه، په لومړیو څلورو کلونو کې د دغې ودانۍ کرایه ۱۵ زره او په وروستي کال ۱۴ زره افغانۍ ټاکل شوې وه چې د ټولو پنځو کلونو کرایه یې ۸۸۸ زره افغانۍ کېږي.

دی وايي، په تېرو څو کلونو کې یې په وار وار له پوهنې ریاست څخه د خپلې کرایې غوښتنه کړې ده، خو دغې ادارې یوازې د هغو کسانو د کورونو کرایې ورکولې چې زورواکي وو او یا یې واسطه لرله.

هغه زیاتوي: ((د پوهنې ریاست ته میلیونونه افغانۍ راتللې چې د بېلابېلو اجناسو د پېرلو په نوم پراخ فساد په کې کېده او شخصي جېبونو ته تللې خو د خلکو حق نه ورڅخه ورکول کېده.))

د نوموړي په وینا، اوس یې هم له پوهنې ریاست سره تړون پر ځای پاتې دی او په دې وروستیو کې یې له نوو مسوولینو د کرایې غوښتنه کړې ده خو هغوی ورته وايي چې بودجه نشته.

هغه له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د خلکو حق دې ورکړي، ځکه هر کس له څلورو یا پنځو کلونو راهیسې خپل کورونه د پوهنې ریاست په واک کې ورکړي وو.

د پوهنې ریاست: د بودجې د کمښت له امله د نیول شوو ودانیو کرایه نه ده ورکړل شوې

د کندهار د پوهنې ریاست هم مني چې له ۱۳۹۷ لمریز کال راهیسې د یو شمېر ښوونځیو او ديني مدرسو لپاره په کرايه نيول شوو شخصي کورونو (د ځینو ۲ کاله او د ځینو ۳ کاله) کرایه نه ده ورکړل شوې.

له دغه درکه پر حکومت د خلکو ۲۴ میلیونه افغانۍ پاتې دي.

د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، څو کاله مخکې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د ځینو ښوونځیو او مدرسو لپاره کورونه کرایه کړل شوي وو، ځکه دغه ریاست د ښوونځيو او مدرسو لپاره کافي ودانۍ نه لرلې.

هغه زیاته کړه، په تېرو ۶ کلونو کې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د ۲۷ ښوونځيو او ۳۲ مدرسو لپاره شخصي کورونه په کرایه نیول شوي چې ټول ۵۹ ودانۍ کېږي.

دی وايي، په دغه لړ کې د ځینو ودانیو د ۲ کلونو او د ځینو د ۳ کلونو کرایه نه ده ورکړل شوې، خو په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د یوې ودانۍ کرایه هم نه ده ورکړل شوې.

صمیمي وویل، د پوهنې وزارت هر کال د کندهار د پوهنې ریاست ته د ځینو اجناسو د پېرلو لپاره له ۲۲ کوډ څخه یوه اندازه پیسې ورکولې چې دوی د ښوونځيو او مدرسو لپاره د نیول شوو ودانیو کرایه هم ترې ورکوله.

نوموړی که څه هم له دغه کوډه د ورکول کېدونکو پیسو اندازه نه ښي خو وايي، دا پيسې ډېرې کمې وې او د کرایه شوو ودانیو لپاره یې بسنه نه کوله نو ځکه له یوه کاله بل ته پاتې کېدلې.

د پوهنې ریاست ویاند د کرایو په ځنډ کې د فساد موارد ردوي او وايي، لامل یې د بودجې کمښت و.

له ډېرو هڅو سربېره دغه اداره پژواک ته هغه اسناد نه ښيي چې پر بنسټ یې له مرکز څخه دوی ته بودجه ورکړل شوې او یا د کرایه شوو ودانیو لپاره پیسې ورته حواله شوې دي.

د پوهنې ریاست ته د کورونو د کرایې پیسې راغلي خو شخصي جېبونو ته تللې دي

د پوهنې ریاست یوه لوړ پوړي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغې ادارې ته هر کال د اړتیا وړ اجناسو د پېرلو او نیول شوو ودانیو د کرایې لپاره میلیونونه افغانۍ راتللې خو پراخ فساد په کې کېده او شخصي جېبونو ته تللې.

هغه زیاته کړه: ((د پوهنې ریاست ته هر کال د اړوند وزارت له خوا له ۲۲۲۲ کوډ څخه له ۷ تر ۸ میلیونه افغان راتللې څو د اړتیا وړ توکي پرې واخیستل شي او د نیول شوو ودانیو کرایې ورڅخه ورکړل شي، خو دغه پیسې د بېلابېلو توکو د خریداري په نوم ایستل کېدلې او شخصي جېبونو ته تللې.))

هغه د پوهنې ریاست ویاند دا څرګندونې ردوي چې ګواکې د ښوونځیو او مدرسو لپاره د نیول شوو ودانیو کرایه د بودجې د کمښت له امله نه ده ورکړل شوې.

د ده په باور، یوازې له یوه کوډ څخه په کال کې ۸ میلیونه افغانۍ تر لاسه کېدلې چې دا ډېرې پیسې دي.

د یادونې ده چې په تېر کې د کندهار د پوهنې ریاست پر چارواکو د خیالي ښوونځیو، خیالي ښوونکو او ګڼو نورو برخو کې د فساد پراخ تورونه پوري شوي چې د مخنیوي لپاره یې تر اخره کوم اغېزناک اقدام و نه شو.

Views: 119

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version