ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د متحده عربي اماراتو له خوا د ویزو نه ورکولو غبرګون کې لاریون وشو

14 Feb 2022 - 17:01
14 Feb 2022 - 17:01

کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ١٤٠٠): لسګونو کسانو په کابل کې د يوه لاريون په ترڅ کې له متحده عربي اماراتو وغوښتل چې د ويزې ورکولو پروسه دې پیل کؤي او ويل یې چې کورنۍ او کاروبار يې په دغه هېواد کې دي خو د ويزو نه ورکول کېدو له امله سفر نه شي کولاى.

دغه لاريون نن سهار شاوخوا لس بجې د کابل د نوي ښار له پارکه پيل او د زنبق تر څلور لارې پورې يې دوام درلود.

د لاريون کوونکو له ډلې مومن یار رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څو مياشتو راهيسې متحده عربي اماراتو وېزې بندې کړې چې له امله يې ګڼ شمېر افغانان له ستونزو سره مخ دي.

هغه وايي: ((د اکثرو خلکو تجارتي کارونه او کورنۍ په عربي اماراتو کې دي خو دوى دلته بند پاتې دي، بايد ستونزې ته يې رسېدنه وشي.))

ده زياته کړه چې په افغانستان له سياسي تحول وروسته تر اوسه دوى دلته بند پاتې دي او وېزې نه ورکول کېږي.

دغه راز يو بل لاريون کوونکي محمد اکرم پژواک ته وويل چې اته مياشتې وړاندې کابل ته راغلى خو د وېزې نه لرلو له امله تر اوسه پر دې نه توانېدلى چې بېرته ولاړ شي.

هغه زياته کړه: ((زه په دوبۍ کې دوه نانوايانې او يو هوټل لرم، خو زه دلته بند پاتې يم، کاروبار مې هلته له مشکل سره مخ دى.))

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له متحده عربي اماراتو يې غوښتنه وکړه چې د دوى ستونزې په پام کې ونيسي او د ويزو ورکولو زمينه ورته برابره کړي.

لاريون کوونکو ويل چې دغه ستونزه يې د بهرنيو چارو له وزارت سره هم شريکه کړې او د حل لپاره يې ورسره ژمنې شوي خو تر اوسه دغه ستونزه پر خپل ځاى پاتې ده.

له پرله پسې هڅو وروسته هم د بهرنيو چارو وزارت اړوندو مسوولينو په دې اړه د پژواک اړيکه ځواب نه کړه.

د يادونې ده، په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته ګڼ شمېر هېوادونو پر افغانانو ويزې بندې کړې او د پاکستان او ايران په ګډون د يو شمېر نورو هېوادونو ويزې ترلاسه کول هم ډېر ستونزمن کار دى.

 

&nbsp . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version