ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان حکومت په اوکراين کې د مېشت افغانانو خونديتوب لپاره هڅې پيل کړې دي

26 Feb 2022 - 11:16
26 Feb 2022 - 11:16

کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۰): د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ټولو شته امکاناتو او اړيکو په کارولو سره هڅه کوي چې په اوکراین کې مېشت افغانان او محصلین خوندي ځای ته ولېږدوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وړمه ورځ (پنجشنبې، د کب پنځمه) د اوکراین پر دونباس سیمه د ځانګړو پوځي عملیات امر وکړ؛ دغه برید وړمه ورځ پیل شوی او تر اوسه دوام لري. د دې جګړې پر مهال زیانونه او مرګ ژوبله هم اوښتي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان سرپرست حکومت په اوکراين کې د مېشتو افغانانو او محصلينو خونديتوب په اړه اندېښمن دی او د ټولو شته امکاناتو او اړيکو په کارولو سره هڅه کوي چې د خپلو وګړو ژوند خوندي کړي او هغوی یو خوندي ځای ته ولېږدوي.

سرچينې لیکلي، د بهرنيو چارو وزارت د سيمې له ځينو حکومتونو او نړيوالو سازمانونو سره په دې تړاو له نږدې په اړیکه کې دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version