ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلوچستان کې د چاودنې له امله ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

8 Mar 2022 - 21:25
8 Mar 2022 - 21:25

کابل (پژواک، ۱۷کب ۱۴۰۰) : د سویلي پښتونخوا بلوچستان ایالت په سبي سیمه کې دیوې چاودنې له امله ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دراپورونو له مخې دا چاودنه تیره ورځ ناوخته په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر شوې وه، چې اوه تنه  امنیتي سرتیري وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

دسبي سیمې  د پولیسو مشر میر دوستین رسنیو ته ویلي چې چاودنه په سیمه کې د یوې تاریخي مېلې په پای کې شوې ده، چیرته چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم ویل کیږي چې په سیمه کې شتون درلود.

هغه زیاته کړه،. چې په پيښه کې اوه سرتیري وژل شوي او ۱۹ نور کسان ټپیان شوي چې ۱۷ یې امنیتي کسان دي.

د پولیسو دغه مشر ویلي، چې د چاودنې په اړه پلټنې پیل شوي او ښایي چې ځانمرګی برید وي.

د یادونې وړ ده چې د تیرې جمعې په ورځ د کوزې پښتونخوا د پيښور ښار په یوه جومات کې د چاودنې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

Views: 350

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version