ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

19 Mar 2022 - 18:25
19 Mar 2022 - 18:25

کابل (پژواک، ۲۸ کب۱۴۰۰): تېره اوونۍ په هېواد کې ۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، بلخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه او یاد سازمان ویلي چې هڅه کوي د افغانستان لپاره نړۍوال حیثیت پیدا کړي.

د تېرې اوونۍ مهم خبرونه:

  • د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.
  • ملګري ملتونه هڅه کوي چې افغانستان یو نړيوال حیثیت ولري او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
  • افغانستان ته د بشري مرستو جلبولو لپاره د ملګرو ملتونو، بریتانیا، جرمني او قطر نړیوال کنفرانس جوړېږي.
  • د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ترکمنستان لپاره نوی سرپرست سفير وګوماره.
  • په امريکا کې د افغانستان سفارت او قونسګرۍ وتړل شول.
  • جاپان له افغانستان سره درې میلیون ډالره مرسته وکړه.
  • له افغان شخصیتونو سره د اړيکو او هېواد ته د هغوی راستنولو کمېسیون جوړ شو.
  • تېره اوونۍ په افغانستان کې ۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي؛ په دې مرګ ژوبله کې د طبیعي پېښو ارقام نه دي شامل.

د راپورونو له مخې، د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې يو ملکي وګړى د امنیتي کس له خوا پر ډزو ووژل شو، دغه راز د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو د تېر حکومت یو پولیس قوماندان او سرتېری وژل شوي او همدارنګه د غور د شهرک ولسوالۍ د پېژند امر د يوه امنيتي سرتېري له لوري وژل شوی دی.

راپورونه ښيي، د بادغيس په مرکز قلعه نو ښار کې خاوند خپله مېرمن وژلې، یو کس د غور په مرکز فيروزکوه کې په مرموز ډول يو تن وژل شوي، د پخواني حکومت یو سرتری په هرات ښار کې او یو کس د فارياب په خان چارباغ ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

دغه راز د راپور له مخې، د هلمند په نوزاد ولسوالۍ یوه کور ته لاسي بم غورځول شوی و چې له امله يې يو کس وژل شوی او څلور تنه نور ټپيان وو، دغه راز د همدغه ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د يو وژل شوي کس مړی موندل شوی و، په فراه ښار کې ناپېژاندو وسله والو یو کس پر ډزو وژلی و او په کابل ښار کې هم یو صراف د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.

تېره اوونۍ د کاپيسا په محمودراقي ښار کې یوه مېرمن د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوې وه، یو کس د تخار په دشت کلا ولسوالۍ وژل شوى و او د نیمروز په زرنج ښار کې هم یو کس د خپل دوکان مخې ته ووژل شو او دوه نور ټپيان وو. همدارنګه یو کس د پنجشېر په خنج ولسوالۍ او یو کس بیا د لوګر په پل علم کې وژل شوي وو.

دغه راز تېره اوونۍ د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې چاودنې د څلور ماشومان ژوند واخيست او یو کس د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې د چاودنې له امله ټپي شوی و.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د زمري میاشتې له تحول مخکې، هره اوونۍ په جګړو کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.

په افغانستان کې د یوناما ماموریت دوام

تېره اوونۍ له روسیې پرته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټولو غړو په افغانستان کې د دغه سازمان د یوناما ماموریت د یوه بل کال غځولو لپاره مثبته رایه ورکړه.

دغه راز د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک کې د مرستو پر رسولو، د ټولګډون حکومت پر جوړېدو او پر اوږودمهاله سولې او ثبات ټینګار شوی دی.

د افغانستان سرپرست حکومت او د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو شارژدافیر د یوناما ماموریت غځېدو هرکلی کړی دی.

د افغانستان نوي حکومت ته د نړيوال حیثیت ورکولو لپاره هڅې او تعامل

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنر وايي، ملګري ملتونه هڅه کوي چې افغانستان یو نړيوال حیثیت ولري او دغه سازمان په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وایی، ډېری هېوادونه د افغانستان له سرپرست حکومت سره همکارۍ ته لېوال دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې د افغانستان سفارت نوی سرپرست ورمعرفي کړ او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د ترکیې په انقره کې د افغانستان له سفارته لیدنه وکړه.

خو دا په داسې حال کې ده چې په امريکا کې د افغانستان سفارت او قونسګرۍ د بودجې نشتوالي او پر رسمیت نه پېژندنې له امله وتړل شو او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست بيا وايي چې کابل د افغانستان له ډېرو سفارتونو سره اړیکه لري او له مخالفو سیاستوالو غواړي چې نور له مخالفته لاس واخلي.

له افغان شخصیتونو سره د اړيکو او هېواد ته د راستنولو کمېسیون

تېره اوونۍ د افغانستان کابینې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو ټینګولو او هېواد ته د هغوی د بېرته راستنولو کمېسیون جوړښت تصویب کړ.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېرې زمري میاشتې له تحول وروسته یو شمېر افغان شخصیتونه بهرنیو هېوادونو ته تللي او ځیني یې له پخوا په بهر کې مېشت دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د ياد کمېسيون جوړېدو هرکلی کړی او دا کار يې په هېواد کې تلپاتې سولې او ثبات د ټينګښت لپاره غوره کړنه بللې ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفير هم د ياد کمېسيون د جوړېدو د هرکلي ترڅنګ ويلي، په دغه کار سره به افغان حکومت د مشروعيت ترلاسه کولو په برخه کې يو پرمختګ وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې له سیاستوالو سره د اړیکو او د هغوی راستنولو په موخه د جوړ شوي کمېسیون ماموریت او صلاحیتونه دې له خلکو سره شریک شي.

د بشري مرستو دوام

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي، جاپان له افغانستان سره د مرستې په موخه له یاد صندوق سره درې میلیونه ډالر مرسته کړې او تېره اوونۍ افغانستان ته د بشري مرستو په موخه ۲۳ میليون ډالر مرکزي بانګ ته راورسېدل.

دغه راز مالیزیا له افغانستان سره د ۱.۶ میلیونه ډوزه کرونا ضد واکسین مرسته کوي او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا (UNFPA) په افغانستان کې د بشري بحران پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي چې دوی په افغانستان کې ۹.۲۸ میلیون وګړو ته د بشري مرستو رسول په پلان کې لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي، تر راتلونکو دوو اوونیو پورې به له افغانستان سره د بشري مرستو جلبولو په موخه د ملګرو ملتونو، بریتانیا، جرمني او قطر په همکارۍ نړیوال کنفرانس جوړیږي.

د ملګرو ملتونو يوه لوړپوړي چارواکي په افغانستان کې اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی او له نړۍ يې غوښتي چې له دغه هېواد سره د بشري مرستو په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

تېره اوونۍ، د افغانستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو، د کابل هوايي ډګر په ګډون د افغانستان نړیوالو هوايي ډګرونو پر موضوع د خبرو ترڅنګ په دې اړه د تړون پر ځینو مادو هم بحث کړی.

په اسلام‌ اباد کې د او. ای. سي غونډه

ټاکل شوې د اسلامي همکاريو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو ۴۸مه ناسته روانه اوونۍ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړه شي او د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر وضعيت هم خبرې وشي.

Visits: 155

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version