ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس سوداګرې ښځې د یوې ښې راتلونکې لپاره هیله څرګندوي

19 Mar 2022 - 17:53
19 Mar 2022 - 17:53

قلعه نو (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۰): د بادغیس د مرکز قلعه نو ښار ښځینه مارکېټ چې لسګونه ښځې په کې کار کوي، وروسته له اوو میاشتو بندېدو، بېرته فعالیت پیل کړی، هټۍ والې د مارکېټ بیا فعالېدو ته خوښې دي خو د عوایدو له کمېدو شکایت کوي او د ملاتړ غوښتونکې دي.

په دغه درې منزله مارکېټ کې چې په ۱۳۹۸ کال کې جوړ شوی، ۶۵ ښځې په ۲۵ دوکانونو کې د چرمو ګنډنې، خیاطۍ، ګلدوزۍ، د خوړو پروسس، سینګارتون او نورو برخو کې په کار بوختې دي.

د یادونې ده، د روان کال د زمري ۲۴مې له سیاسي بدلون وروسته د دغه مارکېټ فعالیت درېدلی و، خو په دې وروستیو کې بېرته فعال شوی او ښځو په ډېرې لېوالتیا د خپلو دوکانونو دروازې خلاصې کړې دي.

په دې ترڅ کې له یوې ښځې سره مخامخ شوم چې په ډېره کمه سرمایه او لویه هیله باندې په سوداګرۍ بوخته ده.

یاده ښځه حلیمه نومېږي؛ هغه د خپل ناروغ خاوند په ګډون د خپلې کورنۍ د څلورو غړو سرپرستي پر غاړه لري او د شورنخود او نوشابو په پلورلو سره د خپل ژوندانه څرخ تاووي.

هغې له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: «درې کاله کېږي په دوکانداري کې مصروفه یم او له دې لارې خپل مخې ته وړم»

هغه زیاتوي، مخکې یې سرمایه ۶۰زره افغانیو ته رسېده، په دې سرمایې سره یې کولای شول د خپلې کورنۍ لګښت پوره کړي.

خو له سیاسي بدلون وروسته د دغه مارکېټ په بندېدو سره یې سرمایه له لاسه ورکړه او ژوند یې هم له یوه لوی بدلون سره مخ شو.

حلیمه د یاد مارکېت بیا خلاصېدو ته خوشاله ده خو وايي، له یوې میاشتې را په دېخوا تر لس زره په کمه سرمایه خپل بېرته پیل کړی دی.

هغه د عوایدو کمېدو په اړه خبره کوي، د ورځې شپېته افغانۍ عواید لري، په دغو پیسو په ډېره سخته د کورنۍ لګښت پوره کوي.

د عوایدو کمېدل حلیمه نه ده زړه تورې کړې، هغه اوس هم په ډېره لېوالتیا خپل کار ته دوام ورکوي او خوښه ده چې مارکېټ بېرته خلاص شو.

دغه ښځه په تمه ده چې په دې برخه کې اړوند ادارې دې ورسره همکاري وکړي څو بېرته پر خپلو پښو ودرېږي.

په همدې حال کې د دغه مارکېټ یوه بله دوکانداره شفیقه هم د مارکېټ بېرته فعالېدو ته خوښه ده خو وايي: ((له بدلون وروسته مارکېټ وتړل شو او ځینو استفاده جو خلکو په مارکېټ کې شته مالونه غلا کړل او په دې کې زما سرمایې هم سر وخوړ.))

هغې له حکومته وغوښتل چې په دغه مارکېټ کې د هټۍ لرونکو ښځو حمایت وکړي څو بېرته پر خپلو پښو ودرېږي.

په همدې حال کې د دغه ښځینه مارکېټ مسوولې عاطیه توخي پژواک ته وویل، دغه مارکېټ له میاشتو تړل کېدو وروسته بېرته په فعالیت پیل کړی خو مخکنی حالت او وضعیت نه لري.

نوموړې هم په تمه ده چې د سوداګرو ښځو هر اړخیز ملاتړ دې وشي څو یې سوداګري وده وکړي.

سره له دې ټولو د قلعه نو سرپرست ښاروال فریداحمد صدیقي پژواک ته وویل، دوی همېشه په هڅه کې دي څو د ښځو حمایت وکړي څو وکړای شي پر پښو ودرېږي.

د هغه په خبره، د بادغیس ښاروالۍ د ښځو د حمایت په موخه له ځینو مرستندویه موسسو سره په اړیکه کې ده، څو وکولای شي د ښځو ملاتړ وکړي.

د سرچینې په خبره: ((موږ ښځو ته ډېر کارونه کړي؛ له دې ډلې مو د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مارکېټ جوړ کړی، دا خپله ښيي چې دغه اداره له دغه کار سره لېوالتیا لري.))

Views: 128

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version