ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شمالي کوریا، د لویو وچو ترمنځ واټن وهونکی توغندی وازمایه

24 Mar 2022 - 23:31
24 Mar 2022 - 23:31

کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۱) : شمالي کوریا د نړیوالو له اعتراضونو سره سره، د لویو وچو ترمنځ واټن وهونکی توغندی ازمویلی دی.

امریکایي رسنیو خبر ورکړ، د شمالي کوریا له خوا د دې نوي راکټ تر ازموینې وروسته، په ګاونډ کې یې سویلي کوریا هم نامعلوم لوري ته پنځه توغندي توغولي او خپل کلک غبرګون یې ښودلی دی.

بل خوا د جاپان دفاع وزارت ویلي، د شمالي کوریا له خوا د لویو وچو ترمنځ واټن وهونکی توغول شوی راکټ شاوخوا ۷۰ دقیقې په فضا کې و او د جاپان له ساحل څخه ۱۷۰ کیلومترۍ واټن کې پریوتی دی.

سرچینې زیاته کړې، دغه راکټ تر شپږ زره کیلومتره پورې هدف ویشتلی شي.

امریکا هم د شمالي کوریا دغه کار غندلی او زیاته کړې چې په دې سره سیمه کې تاوتریخوالی زیاتېږي.

Views: 58

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version