ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شمالي کوریا داسې توغندی وازمایلو چې په امریکا کې هم خپل اهداف ویشتلی شي

18 Dec 2023 - 22:19
18 Dec 2023 - 22:19

کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، شمالي کوریا داسې لرې واټن ویشتونکی بالاستیک توغندی ازمایلی چې د امریکا په متحده ایالاتو کې هم خپل اهداف ویشتلی شي.

د امریکا غږ د خبر له مخې، سره له دې چې غربي هېوادونو د شمالي کوریا د توغندیو ازمایښتونه غندلي، خو دغه هېواد په روان میلادي کال کې دومره توغندي او وسلې ازمایلي چې په تاریخ کې بې‌ساري دي.

د راپورونو له مخې، شمالي کوریا دوه ورځې سر په سر د توغندیو ازمایښتونه کوي. تېره ورځ یې د لنډ واټن توغندی ازمایلی و.

بلخوا د سوېلي کوریا پوځ ویلي چې د شمالي کوریا نوی توغندی ۱۰۰۰ کیلومټره هوا ته تر پورته کېدو وروسته په ختیځې بحیرې کې ولوېده.

سره له دې چې د سویلي کوریا پوځ د توغندي د ډول په هکله څه نه دي ویلي، خو د جاپان د فاع وزارت بیا ویلي چې نوی ازمایل شوی توغندی بین القاروي بالاستیک توغندی و چې په متحده ایالاتو کې خپل هدف ویشتلی شي.

د جاپان د دفاع وزارت یوه چارواکي مطبوعاتو ته ویلي، که د نوي توغندي وزن او په کې کارول شوې سرګلولې ته وکتل شي، ښایي تر ۱۵ زره کیلومټره پورې واټن وویشتلی شي.

د جاپان دغه چارواکي هم ویلي چې دا توغندی د متحده ایالاتو ټولې خاورې ته د رسېدو توان لري.

شمالي کوریا په ۲۰۰۶ کال کې د لومړي ځل لپاره د اټومي وسلو ازمایښت وکړ او د هماغې نیټې راهیسې د ملګرو ملتونو امنیت شورا څو ځله په پرېکړه لیکونو کې له دغه هېواده د اتومي او بالاستیک توغندیو د ازمایښتونو بندولو غوښتنې کړي.

یاد هېواد د روان میلادي کال راهیسې څلور ځله د بین القاروي بالاستیک توغندیو ازمایښتونه کړي. وروستی ازمایښت یې د جولای په میاشت د Hwasong-18 توغندی و چې جامد سونګ مواد په کې کارول شوي وو.

دغه هېواد د لومړي ځل لپاره د داسې بین القاروي توغندي ازمایښت وکړ چې جامد سونګ مواد په کې کارول شوي. د مایع موادو په پرتله د جامدو موادو کارول د شمالي کوریا لپاره د توغندي وارول او له یو ځایه بل ځای ته لېږدول اسانوي.

Views: 104

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version