ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب پوهان: پاکسلوویډ ټابلیټ د کرونا د سختو ناروغانو لپاره اغېزناک نه دي

28 Mar 2022 - 09:54
28 Mar 2022 - 09:54

کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۱): د ټولنیزو شبکو کاروونکو او ځينو داخلي رسنیو راپور ورکړی چې د پاکسلوویډ ګولۍ/ ټابلیټ د کرونا له امله د مړینو په کمېدو کې ۸۹ سلنه ګټه لري؛ دغه راز د طب پوهان هم وايي چې دغه درمل د کرونا ناروغۍ د سختېدو مخه نیسي.

پاکسلوویډ څه شی دي؟

د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته نړۍ کې نوي درمل زیات شول؛ له دې ډلې یو یې چې تازه معرفي شوی، د پاکسلوویډ ټابلیټ/ ګولۍ دي.

پاکسلوویډ د کرونا د درملنې لپاره طرحه او تولید شوي دي؛ دا له «رمدسیویر» امپول/ پچکارۍ او «مولنوپیر اویر» ګولۍ وروسته د کرونا درېیم ځانګړي درمل دي. پاکسلوویډ چې د فایزر امریکايي شرکت له خوا تولید شوي او پر کرونا د اخته کسانو د ناروغۍ سختېدو په مخنیوي کې ۸۹ سلنه ګټور دي.

د ټولنیزو شبکو کاروونکو په دې اړه یو لړ مطالب خپاره کړي دي.

د «تندرستي کودکان (د ماشومانو سلامتیا) په نوم فېسبوک پاڼه کې د «ازمایش قرص کرونای پاکسلووید روی کودکان» تر عنوان لاندې په یوه مطلب کې راغلي، فایزر شرکت له ۶ تر ۱۷ کلنو ماشومانو باندې د پاکسلوویډ درملو ازمايښت پیل کړ.

په دغه مطلب کې یادونه شوې چې پاکسلوویډ ټابلیټ د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې تایید شوي، یا اجازه ورکړل شوې ده. تر ۱۸ کاله پر ډېرو عمر لرونکو کسانو باندې ترسره شوې ارزونې ښيي چې دغه درمل پر کرونا د اخته کېدو په لومړیو ورځو کې د ناروغانو د مړینې یا بسترېدو کچه ۸۹ سلنه کموي.

دغه راز افغانستان انټرنېشنل په یوه ټویټ کې لیکلي چې د امریکا د خوړو او درملو سازمان د کرونا د درملنې لپاره د فایزر شرکت له خوا جوړ شوو درملو ته جواز ورکړ.

د مطلب په دوام کې راغلي، پاکسلوویډ (Paxlovid) د کرونا ویروس ضد لومړني ټابلیت دي چې پر کرونا د اخته کسانو کورنۍ درملنې لپاره کارول یې جواز لري.

ایرنا خبري اژانس د «قرص پاکسلووید ۸۹ درصد در کاهش مرگ و میر ناشی از کرونا موثر است» په نوم مطلب خپور کړی دی.

په دغه راپور کې راغلي: “څېړنې ښيي، پاکسلوویډ (Paxlovid) چې د «ریتوناویر» په نوم له ډېرو مخکنیو درملو سره توصیه کېږي، د کرونا سختو ناروغانو د بسترېدو او مړینې په کمېدو کې ۸۹ سلنه ګټور دي.”

په راپور کې زیاته شوې، د فایزر درمل جوړونې کمپنۍ پر خوړو او درملو د امریکا د څار له ادارې غوښتي چې د پاکسلوویډ ټابلیت د بېړنۍ استفادې جواز ورکړي.

پوهان

د افغان ــ جاپان روغتون د بېړنۍ څانګې مسوول ډاکتر حشمت الله فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل، پاکسلوویډ ټابلیت د Nirmatelevir+ Retinovir درملو ترکیب دی.

نوموړي زیاته کړه چې دغه درمل د پنځو ورځو لپاره، هره ورځ دوه ځلې استفاده کېږي او په هغو ناروغانو کې د ناروغۍ د پرمختګ مخه نیسي چې د ناروغۍ نښې نښانې په کې کمزورې وي؛ څو په روغتون کې بستر نه شي.

هغه زیاته کړه، دغه درمل په روغتون کې بستر ناروغانو ته ډېر ګټور نه دي.

بلخوا د افغان- جاپان روغتون د IPC مسوول ډاکتر مېړنی براتزی وايي، دغه درمل د «Nirmatelevir+ Retinovir» له ترکیب جوړ شوي او هغو ناروغانو ته چې د ناروغۍ په لومړي پړاو کې وي، ګټه لري.

نوموړی زیاتوي: “خو هغو ناروغانو ته چې ناروغي یې سخته شوې وي، یاد درمل نه شو استفاده کولای؛ ځکه کومه خاصه ګټه ورته نه لري.”

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د عامې روغتیا وزارت نظر هم ترلاسه کړي، خو د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر معلومات ورکولو ته حاضر نه شو.

Views: 125

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version