Pajhwok Afghan News

ناټو: د افغانستان تجربې د راتلونکونو بحرانونو کنټرولولو کې به مرسته وکړي

کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۱) : د ناټو  سرمنشي وایي، چې په افغانستان کې ترلاسه کړو تجربو او زده کړو سره به دغه سازمان وکولی شي په  راتلونکي کې د بحرانونو پر وړاندې ښه ځواب ووایي.

د ناټو سرمنشي دا څرګندونې په بروکسل کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال دیوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.

هغه وویل، تیر کال ناټو سازمان له خپلو متحدینړو وسره یو ځای له افغانستان څخه شاوخوا ۱۲۰ زره کسان تخلیله کړل، چې دا په تاریخ کې د تخلیې تر ټولو ستره پروسه وه،.

د نوموړي په وینا، شاوخوا ۲۰۰۰ افغانان چې له ناټو سره یې په بیلا بیلو برخو کې دندې ترسره کړې وې، د یو شمیر متحدینو هیوادونو لخوا تخلیله شول.

د ناټو سرمنشي وایي، د افغانستان ماموریت پر مهال چې کومې تجربې او زده کړې یې ترلاسه کړي ، ورسره دوی جوګه شوي چې په راتلونکي کې د بحرانونو پر مهال ښه ځواب وویلی شي.

د یادونې وړ ده، چې له ۲۰۰۲ زیږدیز کال څخه تر ۲۰۲۱ کاله پورې ناټو په افغانستان کې لومړي د سوله ساتي یا ایساف په نامه جګړه ییز ماموریت او بیا د غوڅ ملاتړ تر نامه لاندې د روزنې ماموریتونه ترسره کړي دي.

Views: 674

Exit mobile version