ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې یو ګواښ دی

ناټو: ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې یو ګواښ دی

author avatar
14 Mar 2017 - 12:16
ناټو: ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې یو ګواښ دی
author avatar
14 Mar 2017 - 12:16

 کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٥): د ناټو سرمنشي وايي چې په افغانستان کې اوس هم سترې ننګونې شتون لري او ځینې ترهګرې ډلې لا هم په دغه هېواد کې یو حقیقي ګواښ دی.

خو هغه زياته کړې چې ناټو او همکارانو يې په افغانستان کې ډېرې لاسته راوړنې لري او هلته يې يو پياوړى ملي ځواک رامنځته کړى دى.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون ناوخته د بلجيم په پلازمېنه بروکسل ښار کې د ٢٠١٦ کال کلني راپور خپرولو پر مهال په خبري کنفرانس کې کړې دي.

هغه زياته کړې چې په نړۍ کې له سړې جګړې وروسته ناټو نن له هر وخت څخه له ګڼو امنيتي ننګونو سره مخ دی.

نوموړي ويلي، په دغه کلني راپور کې په ډاګه شوې چې ناټو د خپلو سيمو او غړو هېوادونو د امنيت خوندي کولو لپاره څومره اقدامات کړي او راتلونکې کې يې په اړه څه پلان لري.

د ناټو سرمنشي وايي چې دوى په ځینو سيمو کې له بېلابېلو لارو د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې فعاله ونډه اخلي.

سټولټنبرګ زياته کړې: ((له تېرو ١٥ کلونو راهيسې موږ له ترهګرۍ سره مبارزه کوو، د همدې لپاره مو په افغانستان کې جګړه ييز ماموريت ترسره کړى او اوس هلته د روزنې د ماموريت لپاره ١٣زره سرتېري لرو.))

د هغه په وينا،  ياد سرتېري د ناټو او همکارو ٣٩ هېوادونو پورې تړاو لري چې د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او همکارۍ ته دوام ورکوي.

د ناټو سرمنشي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې  د دوى سازمان له ترهګرۍ سره له بېلابېلو لارو مبارزه کوي.

هغه زياته کړه: ((موږ د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې په افغانستان کې اقدام کړى، موږ بايد دا هېر نه کړو چې په افغانستان کې دا مبارزه په ښه توګه روانه ده.))

سټولټنبرګ وايي، دا چې د ناټو ځواکونه ولې افغانستان ته ولاړل، لامل يې همدا و چې ترهګرو پر امريکا بريد په افغانستان کې پلان کړى و.

د نوموړي په وينا، دا چې اوس هم د ناټو سرتېري په افغانستان کې  مېشت دي، لامل يې دا دى څو دغه هېواد يو ځل بيا د ترهګرو پر خوندي ځالې بدل نه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.