ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر او موټر چلوونکي د میمنې- هرات حلقوي سړک له خرابوالي شکایت کوي

5 Apr 2022 - 17:34
5 Apr 2022 - 17:34

میمنه (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۱): د فاریاب ولایت سوداګر او د بار وړونکو موټرو چلوونکي د میمنې ــ هرات حلقوي سړک له خرابوالي شکایت کوي او وايي چې دغه ۴۲۰ کیلومتره لاره د ډېرو ستونزو او کړاوونو په ګاللو سره وهي.

دوی وویل، د حلقوي سړک جوړول د افغانانو پخوانۍ هیله ده چې په جوړېدو سره به يې سوداګریز مالونه له ایران او لویديځې حوزې کابل او شمال زون ته په لږ لګښت او اسانۍ سره ولېږدول شي چې په دې سره د هېواد اقتصاد پیاوړی کېږي؛ خو مخکني حکومت په شلو کلونو کې له میلیاردونو ډالرو نړیوالو مرستو سره سره دا سړکونه ونه نښلول.

د قیصار- لامان د ۲۳۳ کیلومتره سړک تړون په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د نږدې  ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت له یوه امریکايي ــ ترکي شرکت «ECCI METAG JV» سره لاسلیک شو؛ ټاکل شوې وه چې کار یې په ۲۰۱۲ کال کې په رسمي ډول پیل شي، خو امریکايي- ترکي شرکت د سړک جوړولو د ۲۱ سلنه لګښت له ترلاسه کولو وروسته وتښتېد او افغان حکومت له دغه غولوونکي شرکته د پیسو ترلاسه کولو لپاره څو محکمو ته شکایت هم کړی و.

په ميمنه کې د خوراکي توکو يوه عمده پلورونکي عبدالرحمن پژواک ته وويل: “اتیا سلنه سوداګريز توکي له هراته راغواړم، خو په باراني موسم کې د سړک خرابوالي له امله د يوه من بار کرایه له ۴۰ تر ۵۰ افغانیو رسېږي؛ که په لاره کې موټر خراب یا چپه نه شي، ‎له هراته‎ تر میمنې پورې له ۱۰ تر ۱۵ ورځو پورې وخت نیسي.”

هغه زياته کړه، د اورښتونو په موسم کې د هرات پر لويه لار باروړونکي موټر چپه کېږي؛ توکي خراب او له منځه ځي، سوداګر مجبور دي چې د مالونو زیان او د موټرو لوړه کرایه محاسبه کړي، د توکو پر بیو یې ور زیاته کړي چې زیان یې په حقیقت کې عوامو ته رسېږي.

هغه زیاته کړه: “شل کاله کېږي چې حکومت وایي د حلقوي سړک جوړولو تړون شوی او کار یې ژر پیلېږي، خو دا ژمنې هيڅکله عملي نه شوې؛ تېر حکومت جګړې او ناامنۍ ‎پلمه کولې، خو اوس د خدای په فضل جګړه نشته، اسلامي امارت باید هر څه ژر د میمنې ــ هرات سړک جوړولو کار جدي وګڼي او د خلکو اساسي ستونزه حل کړي.”

په میمنه کې د محمد همایون په نوم بل سوداګر وايي، له میمنې تر هراته ۴۲۰ کیلومتره لاره ده، دا چې لاره کچه او خرابه ده نو پر یو کیلوګرام بار له شپږ تر اووه افغانیو لګښت راځي او له ۱۰ تر ۱۵ ورځو میمنې ښار ته رسېږي؛ په داسې حال کې چې د مزار ــ میمنې ترمنځ واټن ۳۵۰ کیلومتره دی، سړک یې قیر دی او پر یو کیلوګرام بار یوه افغانۍ لګښت راځي.

هغه وویل، د لارې خرابوالي، ورښتونو یا موټر چپه کېدو له امله یې لږ تر لږه ۲۰ سلنه توکي ضایع کېږي او د استفادې وړ نه وي؛ نو مجبور دي چې د زیانمن شوي مالي لګښت او د کرایې توپیر پر پاتې مال حساب کړي چې دا دروند پېټی بیا د خلکو پر اوږو شي او هغوی يې تاوان ګالي.

هغه زیاتوي، که د افغانستان موجوده حکومت د حلقوي سړک جوړولو چارې پیل او بشپړې کړي، په حقیقت کې به یې د افغانستان خلکو، په ځانګړې توګه د فاریاب اوسېدونکو لپاره لوی تاریخي خدمت کړی وي.

د کاماز موټر یو چلوونکی خلیفه سردار وايي، د بادغیس له مرکز قلعه نو څخه تر غورماچ ولسوالۍ سړک خورا خراب دی؛ د ورښتونو له نشتوالي سره سره بیا هم په ۱۱ ورځو کې رسېږو.

هغه زیاته کړه: “لاره ستړې کوونکې ده، ډېر تکلیف او کړاو لري؛ کله کله موټر خراب یا چپه کېږي، د خلکو مالونه زیانمنېږي او بیا له موږ تاوان اخلي. په موټر کې ۱۴ ټنه باروم، د میمنې ــ هرات دوه طرفه کرایه ۹۰زره افغانۍ کېږي چې دا پيسې د تېلو، د موټر لګښت او د موټر چلوونکي تنخوا هم نه پوره کوي؛ په خدای چې کورنۍ ته د نفقې موندلو له امله مجبور نه وای نو د هرات ــ میمنې پر لار به مې یو ساعت کار هم نه کاوه.”

هغه هم له نوي حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره د هرات ــ میمنې سړک جوړولو په برخه کې اقدام وکړي څو د خلکو ستونزې هوارې شي.

د هرات ــ میمنې پر لویه لار د نثاراحمد په نوم بل موټر چلوونکی وايي، د غورماچ- قلعه نو ترمنځ اصلاً سړک نشته، موټران تر ډېره د خلکو په کروندو کې تېرېږي، کله چې  بند پاتې شي عوارض کوي او کله کله چپه کېږي.

نوموړي وویل: “د هراتــ میمنې پر لویه لار لېږدېدونکو مالونو کې نه سوداګر ګټه لري او نه موټر چلوونکي، هر څومره کرایه چې ترلاسه کړي، د موټر عوارض او استهلاک نه پوره کوي.”

هغه حکومت ته وویل: “مخکني حکومت به جګړه او ناامني پلمه کوله او د سړک جوړونې پروژې د امنیت په نوم به یې ډېرې پيسې مصرفولې؛ د خدای شکر اوس امن دی، که پر ملت زړه وسوځوئ، په هغو پیسو چې مخکني حکومت د سړک د امنیت په برخه کې مصرفولې، کولای شئ چې قیر يې کړئ.”

د باربري موټرو اتحادیې یوه مالک محمد اصف د سوداګرو او موټر چلوونکو یادې ستونزې تاییدوي او وايي، تل له سوداګرو او موټر چلوونکو سره د توکو د ناوخته رسېدو له امله شخړه کې وي.

هغه وويل، په اوړي کې موټر له درېیو تر څلورو شپو تېروي او له هراته ميمنې ته رسېږي؛ خو په ژمي او پسرلي کې له ۱۵ تر ۳۰ ورځو پورې وخت نیسي؛ د بارونو مالکان د خپلو مالونو پر وخت نه رسېدو له امله بې حوصلې کېږي او جنجال کوي.

هغه وويل، هرات- ميمنه له ميمنې- مزار څخه ډېر واټن نه لري؛ ‎له مزاره تر میمنې پورې د یو من بار کرایه ۱۵ افغانۍ خو له هراته د لارې خرابوالي له امله ۴۰ افغانۍ ده.

د هغه په ​​وينا، د هرات ــ ميمنې پر لار له روسي کاماز موټرو پرته نور موټر تګ راتګ نه شي کولاى.

د اسیا پراختیایي بانک د قیصارــ لامان حلقوي سړک جوړولو پروژې تمویلوونکی و چې تړون یې په ۲۰۱۱ کال کې‎ له یوه ګډ امریکايي ــ ترکي شرکت «ECCI METAG JV» سره لاسلیک شو او دغه شرکت د تړون له لاسلیک وروسته څه باندې  ۱۰۰ میلیونه ډالر ځان سره وړي دي.‎

د مخکني حکومت د ټولګټو وزارت ویاند مهدي روحاني د ۱۳۹۵ کال د کب په ۱۴مه ویلي وو چې افغان حکومت له دوکه کوونکي شرکت سره نړیواله حقوقي دعوه پیل کړې او تر اوسه څو محکمو د افغانستان په ګټه حکمونه صادر کړي.

روحاني ویلي وو: “د قیصارــ لامان سړک جوړولو تړون څو کاله له یوه امریکايي ــ ترکي شرکت سره شوی و، چې د ملي تدارکاتو د قانون له مخې یې خپله څو سلنه بودیجه اخیستې وه او بریالی نه شو چې خپله پروژه پلې کړي او لاړ. پر دې اساس، د ټولګټو وزارت او د افغانستان دولت تر مشرۍ لاندې په نړیواله کچه ورسره حقوقي دعوه  لرو او څو پرېکړې شوې دي؛ وروستۍ پرېکړه به هم په سنګاپور کې صادره شي او هغه به هم د افغانستان په ګټه وي.”

Views: 107

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version