ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د هرات-بادغيس پر حلقوي سړک د کار له ځنډه سر ټکوي

خلک د هرات-بادغيس پر حلقوي سړک د کار له ځنډه سر ټکوي

author avatar
22 May 2013 - 16:51
خلک د هرات-بادغيس پر حلقوي سړک د کار له ځنډه سر ټکوي
author avatar
22 May 2013 - 16:51

هرات ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٢): د بادغيس اوسېدونکي شکايت کوي، چې د هرات-بادغيس حلقوي سړک د جوړولو چارې ډېرې ورو روانې دي.

د فوايد عامې وزارت د چارواکو په وينا، حلقوي سړک په ټوليز ډول ٣٤٦٢ کيلومتره اوږدوالى لري او کار يې په ٢٠٠٢ کال کې پيل او له پلان سره سم بايد په ٢٠٠٨ کال کې بشپړ شوى واى.

دغه سړک له کابله پيل، پر بغلان، بلخ، جوزجان، شبرغان، فارياب، بادغيس، هرات او پر کندهار ولايتونو تېرېږي او بېرته له کابل سره نښلي.

د دغه سړک نورې برخې بشپړې شوې، خو د هرات-بادغيس ترمنځ د سړک کار لا نيمګړى پاتې دى.

په بادغيس کې د مدني ټولنې فعال عبدالله دراني نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هرات-بادغيس د کار له پيله يو کال تېرېږي، خو د پروژې لومړني پړاوونه لا هم نه دي بشپړ شوي.

هغه، چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې يې له يادې پرژې ليدنه کړې وايي، چې د دوه کلنې پروژې کار به په درېيو کلونو کې هم بشپړ نه شي.

د بادغيس د ولايتي شورا غړی عبدالمجيد شکېب هم د سړک پخولو له کار څخه شکايت کوي او زياتوي، تېر کال د تلې په مياشت کې يې چارې پيل شوې، خو په تېرو نهو مياشتو کې د يوې مياشتې کار هم نه دى شوى.

نوموړى له اړوندو ادارو غوښتنه کوي، چې د دغه سړک د کار د ځنډ څارنه او پلټنه وکړي.

امنيتي چارواکي وايي، چې د لارې امنيت خوندي دى او تر دې مهاله د سړک کارکوونکو ته کومه ستونزه نشته.

د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسول شرف الدين شرف وايي، چې د هرات-بادغيس د سړک او پروژې د ساتنې لپاره يې ٥٠٠ پوليس ګومارلي دي.

د هرات د فوايد عامې رييس انجنير حبيب الله تيموري هم د خلکو شکايت پر ځاى بولي، خو زياتوي چې اوس د سړک کار چټک شوى او د کيفيت له پلوه هم هر وخت د کار څارنه کېږي.

ده پژواک اژانس ته وويل، چې د سړک چارې يواځې د ژمي په موسم کې د سړې هوا له امله ځنډېدلې وې، خو اوس بېرته له سره پيل شوې دي.

د ده په وينا، د حلقوي سړک نورې برخې بشپړې شوې، خو د هرات-بادغيس ترمنځ د ٢٧٠ کيلومتره پاتې سړک کار به تر راتلونکو دوو کلونو بشپړ شي.

خلک او سوداګر په دې خوښ دي، که د حلقوي سړک پروژه بشپړه شي، نو د هېواد د شمالي او سوېلي سيمو ترمنځ به ترانسپورتي ستونزې راکمې او سوداګري به پراخه شي.

د حاجي عين الدين په نوم يو سوداګر وايي، چې د حلقوي سړک بشپړېدل به په سيمه کې سوداګري پراخه کړي.

د نوموړي په خبره، اوس د دوى سوداګريز توکي په ډېره اوږده لاره، له هراته کابل او بيا له هغې لارې د هېواد شمال ته لېږدول کېږي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.