ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې پر نشه یي توکو روږدې یوه کورنۍ له اقتصادي ستونزو کړېږي

6 Apr 2022 - 17:17
6 Apr 2022 - 17:17

نیلي (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۱): په دایکنډي ولایت کې یوه پنځه کسیزه کورنۍ چې یو غړی یې روغ او نور ټول پر نشه یي توکو روږدي دي؛ له خپل خراب اقتصادي حالته شکایت لري.

د نیلي ولسوالۍ د «سیرک» سیمې اصلي اوسېدونکي سید رضا پژواک خبري اژانس ته وویل چې خپله په ۱۳۷۷ کال کې په ایران کې پر نشه یي توکو روږدی شو او بیا یې مېرمن او ماشومان هم روږدي شول.

ده زیاته کړه، مېرمن او اولادونه یې د ده له لاسه نشه یان شول؛ ځکه چې لومړی دی پرې اخته و.

سید رضا وویل: “۲۲ کاله کی کیږي چې زه پر نشه یي توکو اخته یم؛ له اتو کلونو راهیسې مې مېرمن او له ۳ کلونو راهیسې مې دوه اولادونه نشه یې توکي کاروي.”

نوموړي وویل چې یوازې یوه اته کلنه لور یې روغه پاتې ده.

هغه زیاته کړه: “په لومړیو کې چې کله مېرمن او اولادونه مي ناروغېدل د درملنې وس مې نه درلود؛ د دردونو ارامولو لپاره مې تریاک ورکول، دا چاره د دې لامل شوه چې هغوی په نشه یي توکو اخته شي.”

د هغه په خبره، اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی؛ د دې پر ځای چې اولادونه یې ښوونځي ته لاړ شي، په کوڅو او سړکونو کې خیرات ټولوي.

نوموړي وویل: “پرېکړه مې کړې چې خپل اولادونه وپلورم؛ څو په پیسو يې نشه يي او یو څه خوراکي توکي برابر کړم.”

هغه وویل، د ورځې لږ تر لږه د ۳۰۰ افغانیو نشه یي توکي پېري او مصرفوي یې.

د سید رضا مېرمن زینب چې هغه هم په نشه یي توکو روږدې ده؛ له خپل روزګار او بد اقتصادي وضعیته شکایت کوي.

هغې وویل، له  ۸ کلونو راهیسې روږدې ده.

نوموړې زیاته کړه: “په لومړیو کې مو چې نشه يي توکي کارول، له پایلو يې ناخبره وو چې داسې غمونه به لري؛ اوس چې پېښمانه یو، هيڅ ګټه نه کوي.”

دا وایي، د بېوزلۍ له امله تر اوسه نه ده توانېدلې چې د درملنې مرکز ته مراجعه وکړي.

هغې زیاته کړه: “له هغو کسانو نه چې زما د اولادونو د پېرلو وس لري، غوښتنه کوم چې د دوی ژوند وژغوري او خپل اولاد يې وګڼي.”

دغه راز زینب وویل، کله کله دوه شپې او ورځې په لوږه تېروي او د خوړو لپاره هيڅ نه وي.

له بلې خوا د یادې کورنۍ ماشومان هم وایي چې پلار یې د دوی د روږدېدا لامل شو.

۱۴ کلن محمد پژواک ته وویل: «پلار به مو تل نشه یي توکو پسې لېږلو، په لومړيو کې به مو یو څه ترې پټول، څو په خوند يې پوه شو خو وروسته همدا علت و چې زه هم پرې اخته شوم.»

په همدې حال کې د دایکنډي د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې اوسمهال په دغه ولایت کې د روږدو کسانو د درملنې هېڅ مرکز فعال نه دی.

د دایکنډي د عامې روغتیا رییس مولوي قاسم انقیاد پژواک ته وویل: «په دغه ولایت کې د اعتیاد پرېښودو یوازې دوه شل بستریز مرکزونه شته؛ خو هغه هم د اقتصادي ستونزو له امله فعال نه دي.»

هغه زیاته کړه، یوازې د نارینه وو مرکز کارکوونکي خپلو دفترونو ته راځي؛ خو د تمویلوونکو/ ډونرانو نشتوالي له امله هيڅ معتاد تر درملنې لاندې نه دی.

په ورته وخت کې د دایکنډي عامې روغتیا رییس ټینګار کوي چې په دې اړه له عامې روغتیا وزارت او اړوند ډونرانو سره خبرې شوې او ښایي تر راتلونکو شپږو میاشتو ستونزه هواره شي.

Visits: 133

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version