ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډالرو زړو بانکنوټونو په تړاو د مرکزي بانک اعلامیه؛ صرافان یې بدیله لار غواړي

9 May 2022 - 15:43
9 May 2022 - 15:43

کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۱): د کابل ښار په شهزاده سرای کې یو شمېر صرافانو، د مرکزي بانک له لوري د ځینو ډالري بانکنوټونو نه اخیستلو په تړاو پرېکړې ته غبرګون ښودلی، د بیا غور او بدیلو لارو غوښتنه یې کړې؛ چې له دې پرته به ځینو صرافانو او عامو خلکو ته زیان اوړي.

د افغانستان مرکزي بانک له لوري د غويي په ۱۷مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مالي او بانکي خدمتونو د عرضې د ښه والي لپاره، هغه ډالري بانکنوټونه چې لاندې ځانګړنې ولري، د دغه بانک له لوري نه اخیستل کېږي.

سرچینې لیکلي، هغه ډالري بانکنوټونه چې تاریخ یې له ۱۹۹۶ کال مخکې کې، څیرې، قات شوي، سکاشتېپ شوي، سوي، په رنګ ککړ او امنیتي نښې یې له منځه تللې وي، د منلو وړ نه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د امریکايي ډالرو نور بانکنوټونه او هغه ډالر چې له ۱۹۹۶ کال وروسته چاپ وي، زاړه نه وي او پورته ځانګړنې ونه لري، چلېږي او په ټولو بانکونو، صرافیانو او د پولي  خدمتونو عرضه کوونکو له لوري منل کېږي، نو بانکونه، صرافۍ او د پولي خدمتونو عرضه کوونکي مکلف دي چې په خپله پولي راکړه ورکړه کې یې وکاروي.

خو یادې خبرپاڼې د ځینو صرافانو غبرګونونه راپارولي دي.

د کابل شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمن ځیرک د یادې خبرپاڼې په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «له ډېر مخکې د ډالرو د پېر او پلور په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوي یو لکه زړښت، څيري او ټوټې شوي بانکنوټونه او نور.»

خو هغه زیاته کړه: «پرون مرکزي بانک د ډالري پیسو په برخه کې د صرافانو لپاره یوه اطلاعیه خپره کړه چې پنځه موارده په کې شامل دي؛ خو متاسفانه چې په دې تړاو یې حل لار نه ده په بیان کړې، مرکزي بانک باید د لومړۍ درجې مسوول په توګه، په اطلاعیه کې د حل او بدیله لار هم ښودلې وای.»

د ځیرک په خبره، یاده خبرپاڼه به ځیني هغه کسان او صرافان سخت زیانمن کړي چې دا ډول ډالري بانکنوټونه لري.

هغه زیاته کړه: «د یادو ځانګړنو لرونکي ډالر نه شي کېدای چې سیند ته واچول شي، د راټولولو لپاره یې باید یوه مرجع معلومه وي، موږ باید پوه شو چې حل لاره یې څه ده؟ او په بدل کې یې څه ورکول کېږي، یا دا چې په لږ توپیر اخیستل کېږي او یا هم سر په سر اخیستل کېږي.»

نوموړي د یادې خبرپاڼې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، صرافان د ډالرو زاړه، سپین او نور نوټونه له خلکو اخلي؛ خو خصوصي بانکونه دغه بانکنوټونه بېرته له صرافانو نه اخلي.

نوموړي زیاته کړه: «زموږ ډېر خلک په دې برخه کې ستونزې لري او په کورونو کې د یادو ځانګړنو لرونکي ډالر لري چې هغوی ته باید یوه حل لاره پیدا کړي.»

نوموړي وويل، د صرافانو ټولنې مخکې هم د زړو ډالري بانکنوټونو راټولولو او نورو ستونزو په برخه کې کار کړی او اوس دې هم مرکزي بانک دوی ته اجازه ورکړي څو په ټول افغانستان کې هغه ډالر چې ستونزه لري، راټول او بهر ته یوسي او پر ځای یې نوي ډالر وارد او بازار ته عرضه کړي.

د هغه په وینا، د زړو یا له ۱۹۹۶ کال مخکې چاپ شویو ډالرو ستونزه یوازې په افغانستان کې شته، له افغانستانه بهر دا ستونزه نشته او دغه ډول ډالري بانکنوټونه د چلښت وړ دي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه څو په دې اړه د مرکزي بانک ځواب هم ترلاسه کړي، خو سرچینه ځواب ورکولو ته حاضره نه شوه.

خو سوداګر بیا د افغانستان مرکزي بانک د یادې پرېکړې هرکلی کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس مومند د مرکزي بانک د دې پرېکړې هرکلی وکړ او وویل چې افغانستان له کاذب اقتصاده د واقعي اقتصاد پر لور روان دی او ډېره اړتیا ده چې په ټولو برخو په ځانګړې توګه په پولي او مالي نظام کې ځان له نړیوالو قوانینو سره برابر کړي.

د هغه په خبره، د مرکزي بانک دغه خبرپاڼه د سوداګرو او یو ځینو صرافانو له خوا د مخکې وړاندیزونو پر بنسټ خپره شوې ده.

نوموړی وایي: «افغانستان باید د خپلو ګاونډیانو د زړو ډالري بانکنوټونو زېرمه نه وي او موږ نه غواړو چې له کاره لوېدلي ډالر ولرو، د مرکزي بانک دغه پرېکړه نه یوازې ستونزې نه رامنځته کوي، بلکې د خلکو او دولت په ګټه ده او سوداګرو ته ډاډ ورکوي چې ښه کار وکړي.»

په کابل کې د توصیف لمټېد شرکت رییس مخلص احمد پژواک ته وویل چې په هېواد کې د ډالرو د راکړې ورکړې په تړاو د مرکزي اعلامیه د ستایلو ده.

هغه هیله څرګنده کړه چې د مرکزي بانک دغه پرېکړه پلې شي؛ مخکې هم دا ډول پرېکړې کېدې خو نه عملې کېدې.

د نوموړي په وینا، مرکزي بانک تل دا ډول اعلامیې خپرې کړې خو عمل پرې نه دی شوی.

Views: 116

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version