ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د پخلي لپاره د لمریزې تودوخې له هېندارو استفاده ډېره شوې ده

غزني (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۱): د غزني یو شمېر فلزکارانو د پخلي لپاره د لمریزې تودوخې هېندارې جوړې کړي چې د خلکو لپاره د لرګیو، ګاز او تېلو ښه بدیل ګرځېدلی دی.
د دغه ولایت ډېرو اوسېدونکو په دې وروستیو کې د نورو سون توکو پر ځای د لمریزې تودوخې هېندارو کارولو ته مخه کړې چې هم خواړه ورباندې پخوي او هم د خپلو کورونو لپاره د اړتیا وړ اوبه ګرموي.
فلزکاران وايي، د لمر تودوخې د دغو هېندارو په جوړولو کې یې له اوسپنې او د ښيښو له وړو ټوټو کار اخیستی او په داسې بڼه یې جوړې کړې چې د لمر وړانګو تودوخه یوه ټکي ته رایو ځای کوي او په وسیله یې د پخلي چارې ترسره کېږي.
د دغو هېندارو یوه جوړوونکي ثنا‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د ورځې له لسو تر دوولسو د لمریزې تودوخې هېندارې پلوري چې د یوې هغې بیه له ۴۵۰۰ تر ۶۰۰۰ افغانیو ده.
هغه زیاته کړه، سږ کال په غزني کې د دوی په لاسونو جوړو شوو دغو هېندارو ښه بازار پیدا کړی او ډېرې پلورل کېږي.
دی وايي: «د لمر د تودوخې دا تختې د کورونو لپاره د سون توکو ښه بدیل دی، بې مصرفه شی دی، ارزانه دی، هوا نه ککړوي، په څومره وخت کې چې ګاز دېګ پخوي، په هغومره وخت کې یې دا تختې هم پخولای شي.»
د لمریزې تودوخې هېندارو یوه بل جوړوونکي غلام سخي پژواک اژانس ته وویل، حکومت او د صنایعو خونې ریاست هیڅ مرسته ورسره نه ده کړې، بلکې دا ښيښې یې په خپل زیار او نوښت جوړې کړې دي.
هغه وايي، که حکومت د ځینو توکو مرسته ورسره وکړي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي، نو کولای شي چې د لمریزې تودوخې هېندارې په ارزانه بیه بازار ته وړاندې کړي.
نوموړی زیاتوي: «یوازې د ښيښو ټوټې او اوسپنه له بهره راځي، نور ټول کار موږ په خپله کوو، لکه ډیزاین، د اوسپنې او هېندارو پرې کول، چوکاټ جوړول، د هېندارو د ټوټو سریښول او نور، دا ډېرې ارزانه دي او ډېر ښه کار کوي.»
د لمریزې تودوخې هېندارو کاروونکي وايي، اوس د پخوا په پرتله لږ ګاز یا لرګي کاروي ځکه د ورځې په اوږدو کې د لمر له تودوخې کار اخلي.
د غزني ښار یوه اوسېدنکي محمد سرور پژواک ته وویل، لرګي، تېل، ګاز او د ډبرو سکاره ډېر ګران شوي دي، ښه بدیل یې د لمریزې تودوخې همدا هېندارې دي چې اغېزناکې تمامې شوې دي.
هغه زیاتوي: «کارونه نشته، پیسې نه پیدا کېږي، د سون توکو بیې لوړې شوې دي، د پخلي لپاره له همدغو تختو استفاده کوو، نن سبا په هر کور کې دوه- درې دا تختې شته.»
د غزني چارواکي وايي، هڅه کوي په دغه ولایت کې دا او نور صنعتونه پر پښو ودروي او لا یې پراخ کړي.
د یاد ولایت د صنعت خونې مسوول حاجي عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، له سوداګرۍ وزارت یې غوښتي چې په غزني صنعتي پارک کې پر صنعتګرو ځمکې ووېشي او د تولید په موخه اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
خلک د لمر تودوخې په برخه کې دغه نوي صنعت ته خوښ دي او په کیفیت کې يې د لا ښه والي غوښتنه کوي.

Views: 1056

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version