ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګمرکي محصول او ماليې زیاتوالي په هرات کې د چاپ صنعت بازار ټکنی کړی

15 Jun 2022 - 17:29
15 Jun 2022 - 17:29

هرات (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د ګمرکي محصولاتو له زیاتېدو او د تعرفو لوړېدو سره، په هېواد کې نه یوازې د خوراکي توکو، نفتو او ګازو بيې لوړې شوې، بلکې په کور دننه د شرکتونو پر صنعت او سوداګرۍ هم نېغ په نېغه منفي اغېز کړی دی.

په هرات کې د ځینو چاپ‌خونو مسوولان وایي، د ګمرکي محصولاتو له زیاتېدو وروسته د کاغذ بېه لوړه شوې او دغه ولایت کې د چاپ‌خونو بازار کمرنګه شوی دی.

په هرات کې د اسلمي په نامه د یوې پخوانۍ چاپ‌خونې مسوول محمد‌عزیز اسلمي له پژواک سره خبرو کې وویل، په هېواد کې له بدلون وروسته او د نوي نظام په راتګ سره د مشتریانو نشتوالي له امله یې خپل یو شمېر کارکوونکي له لاسه ورکړي او فعالیتونه یې کم شوي دي.

د اسلمي په وینا، دې چاپ‌خونې پخوا له ۴۰ تر ۵۰ کارکوونکو په لرلو سره، د ښار په کچه تر ټولو ډېر مشتریان لرل خو اوسمهال ۱۵ کارکوونکي لري.

د یادې چاپ‌خونې مسوول څرګنده کړه چې د کاغذ بیه خورا لوړه شوې او هيڅ ډول کنټرول پرې نشته.

هغه وویل: «مخکې د یوه ټن کاغذ بیه ۸۰۰ ډالر وه خو اوس ۱۸۵۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.»

د نوموړي په وینا، مستوفیت هم ورباندې ډېره مالیه وضعه کړې او د چاپ صنعت یې له رکود سره مخ کړی دی.

په ورته وخت هرات کې د چاپ‌خونو مالکان له حکومته غواړي چې ګمرکي تعرفې کمې او د کاغذ بیه دې هم کنټرول کړي.

په هرات کې د یوې چاپ‌خونې ونډه لرونکي سید یوسف عاصمي پژواک سره خبرو کې وویل، اوس‌مهال  د کتابونو، مجلو، د وېزېټ کارټونو، د واده کارټونو، د کاغذي دستمال او درملو کارتنونو، بنرونو او نور چاپي خدمتونه تر سره کېږي او چاپ‌خانې کولای شي چې د خلکو ټولې اړتیاوې پوره کړي.

د عاصمي په وینا، په هرات کې چاپ‌خونې کولای شي چې کتابونه، مجلې او نور چاپ‌ېدونکي توکي په لوړ کیفیت هم چاپ کړي؛ خو د کاغذ لوړو بیو او د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د کارخونو د فعالیت کمېدو له امله، د چاپ‌خونو فعالیت هم کمرنګه شوی دی.

د هغه په وینا، په دغه ولایت کې د چاپ‌خونو د فعالیت لویه برخه په هرات کې د صنعتي شرکتونو فعالیت پورې تړلې چې د پخوا په پرتله د شرکتونو کارونه هم کمرنګه شوي دي.

د هرات یو لیکوال محمد یعقوبي مشعوف هم په دې باور دی چې په ټولنه کې د کتاب لوستنې کچه، د چاپ خونو فعالیت پورې اړه لري او په لومړي قدم کې باید هېواد کې د کتاب لوستلو فرهنګ ته وده ورکړل شي.

نوموړی زیاتوي، هرات د نورو ولایتونو په پرتله ځانګړی فرهنګي او ټولنیز ځای ځایګی لري او د چاپ صنعت پراخېدو ته اړتیا ده.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر جاوید ضرغام هم پژواک سره خبرو کې د ګمرکي تعرفو لوړېدو ته له اشارې پرته څرګنده کړه: « د صنعت او خپرېدو صنعت به هغه وخت هېواد کې وده وکړي چې خلک د کتاب، مجلو او ورځپاڼو لوستلو سره لیواله شي او دغو موضوعګانو ته په پام سره، یو له مهمو فکټورونو چې کولای شي د چاپ صنعت ته وده ورکړي، شرکتونه او کتابتونونه دي.»

هغه زياته کړه چې په هېواد کې د پرمختللو ماشينونو نشتوالى، د برېښنا لوړه بیه، د کاغذ د تولیدي  شرکتونو نشتوالى او د کاغذ د بيو نه کنټرولېدل هغه ستونزې دي چې چاپخونې ورسره مخ دي.

د ویلو ده، اوس‌مهال په هرات ولایت کې له ۳۰ تر ۳۵ چاپ‌خونې فعالیت لري چې له دې ډلې یې د ازادۍ مطبعه – چې هېواد کې یوه له مشهورو چاپ‌خونو ګڼل کېږي – لا هم خپل فعالیت ته دوام ورکوي؛ خو د دولتي او خصوصي ادارو د سفارشونو کموالی د دې لامل شوی چې د یادې ادارې هم عاید کم شي.

Views: 123

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version