ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ښوونځي د مسلکي ښوونکو او کتابونو له کمښت سره مخ دي

غزني (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د غزني ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکي وايي، د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي او دې ستونزې د دوی د زده‌کړو بهیر اغېزمن کړی دی.

دوی ټینګار کوي چې د درسي بهیر د پیاوړتیا په موخه یې باید د ښوونکو او کتابونو د کمښت ستونزه حل شي.

د غزني ښار یوه زده کوونکي شرف الدین پژواک خبري اژانس ته وویل، ښوونځي یې فعال دي خو د مسلکي ښوونکو او کتابونو کمښت له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه: «نور استادان خو څه کوې، زموږ د کیمیا او فزيک استادان هم مسلکي نه دي، له دوولسم ټولګي چې کوم زده‌کوونکي فارغ شي بيا یوه اسانه معادله هم نه شي حلولای چې دا ټول د مسلکي استادانو د نشتوالي له امله ده.»

نوموړی غوښتنه کوي چې د ټولو ښوونځیو د زده‌کوونکو د مسلکي ښوونکو او کتابونو د کمښت ستونزه دې حل شي.

د غزني ښار د شمس‌العارفين د يوولسم ټولګي زده‌کوونکي اسدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی لویه ستونزه په ښوونځیو کې د درسي کتابونو کمی او په ځینو صنفونو کې د مسلکي ښوونکو نه موجودیت دی.

دی زیاتوي: «اصلاً د استادانو او کتابونو کمښت مو لویه ستونزه ده، ان یو استاد څو مضامین راته تدریسوي خو په یوه مضمون هم شاګردان سم نه شي پوهولای.»

دی هم د پوهنې له ریاسته غوښتنه کوي چې د معیاري زده‌کړو په موخه دې د ښوونکو او کتابونو د کمښت ستونزه حل کړي.

د غزني ولایت یوه دیني عالم او د غزني ښار د شمس‌العارفين لېسې مدیر مولوي ظهوراحمد اصف پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسواليو ترڅنګ د غزني ښار ښوونځي هم د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

دی وايي، په ډېرو ښوونځيو کې زده کوونکو ته د قراردادي ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي چې زده کوونکي نه شي کولاى په معیار او تول پوره زده کړې ورڅخه وکړي.

هغه زياته کړه: «هر کال د غزني سلګونه ځوانان له پوهنتونونو فارغېږي خو بيا هم په مکتبونو کې مسلکي استادان نشته، حکومت بايد د زده کوونکو لپاره مسلکي ښوونکي، درسي کتابونه او د زده کړو سالم چاپېريال برابر کړي.»

اصف د پوهنې له رياسته غوښتنه وکړه چې د غزني هغو ځوانانو ته د ښوونکو په توګه د کار چانس ورکړي چې د ليسانس سندونه لري.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني چارواکي هم تر ډېره ستونزې مني او وايي، د پخوا په پرتله د مسلکي ښوونکو ستونزه هواره شوې خو د درسي کتابونو د پوره کولو هڅې روانې دي.

د غزني د پوهنې ریاست اداري او مالي مرستیال مولوي محمد عمر وثیق پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی د درسي کتابونو او د ښوونکو د وړتیا لپاره بېلابېل پروګرامونه په پام کې لري.

د ده په خبره، د درسي کتابونو او مسلکي ښوونکو نشتوالی نه یوازې په غزني ولایت کې سرخوږی جوړ کړی، بلکې په ټولو ولایتونو کې ۴۰ سلنه ستونزه همدا ده.

دی زیاتوي، دا مهال په دغه ولایت کې ۷۶۲ بابه دولتي او شخصي ښوونځي له پوهنې وزارت سره ثبت او راجسټر دي چې له ډلې یې ۶۶۶ دولتي او ۹۶ نور شخصي دي چې ۷۱ په کې د نجونو دي.

په دغو ښوونځیو کې څه کم ۴۰۰ زره زده کوونکي زده کړې کوي چې د ۹ زره ښوونکو له خوا زده کړې ورکول کېږي.

د معلوماتو له مخې، د دغو ښوونکو له ډلې ۳ زره یې نامسلکي او ځیني یې ان له دوولسم ټولګي ټیټې زده‌کړې لري.

Views: 45

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version