ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په وروستیو درېیو میاشتو ۶۰ زره سیلانیانو له بامیان څخه لیدنه کړې ده

20 Jun 2022 - 16:44
20 Jun 2022 - 16:44

بامیان (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د بامیان مسوولین وایي، په وروستیو درېیو میاشتو کې له یاد ولایته شاوخوا ۶۰ زره داخلي او بهرني سیلانیانو لیدنه کړې ده.

بامیان د هېواد په کچه د طبیعي ښکلاوو له اړخه ځانګړی نوم لري.

د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي پژواک ته وویل چې د سیلانیانو حضور کاروبار او بازار ته رنګ ورکوي.

هغه وايي: «د راټول شوو ارقامو له مخې، په درېیو میاشتو کې له یاد ولایته ۶۰ زره داخلي او بهرني سیلانیانو لیدنه کړې ده.»

نوموړی په یاد ولایت کې د لرغونو اثارو شتون، طبیعي ښکلاوې او سراسري امنیت د سیلانیانو ډېرېدو لامل بولي.

 نوموړي زیاته کړه، حکومت ژمنه کوي چې په دغه ولایت کې به د سیلانیانو امنیت ټينګوي.

سیلانیان هم  د سفر لپاره د دغه ولایت فضا مناسبه بولي او د لرغونو ځایونو له لیدو یې خوښي ښيي.

د بلخ یوه اوسېدونکي محمد حیدر – چې بامیان ته راغلی و – پژواک ته وویل: «موږ تر اوسه له هيڅ ډول امنیتي ستونزې سره نه یو مخ شوي، د یاد ولایت له تفریحي ځایونو، لکه بودا، غلغلې ښار او د بند امیر له ملي پارکه مو لیدنه وکړه.»

بامیان د ښکلو طبیعي منظرو او تاریخي سیمو په درلودو سره د سیلانیانو لپاره د هېواد یو له په زړه‌پورو ولایتونو دی چې هر کال زرګونه سیلانیان ورځي.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version