ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني: یواځې د افغان ولس په ارادې یو نظام دوام کولی شي

9 Jul 2022 - 01:25
9 Jul 2022 - 01:25

اتلانتا (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۱): مخکني ولسمشر اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې د اسلامي نړۍ له علماوو وغوښتل چې له طالبانو سره استدلال وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې په خپل هغه اختریز غږیز پیغام کې کړې چې څو ساعته مخکې د هغه په رسمي فېسبوک‌پاڼه کې خپور شو.

غني په پښتو، دري او ازبکي ژبو ټولو هېوادو او د نړۍ مسلمانانو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي ورکړې ده.

دغه راز هغه په وروستیو سېلابونو، بارانونو، زلزلې، چاودنو او بریدونو کې له زیانمن شوو افغانانو سره غمشریکي وکړه او تسلیت یې وړاندې کړ.

اشرف غني په تورخم او سپین بولدک کې د بې‌نظمیو  او د افغانانو ځورول کيدو یادونه هم وکړه او زیانمن شوو افغانانو ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي دي.

هغه د اسلامي نړۍ له ټولو علماوو غوښتنه وکړه چې له طالبانو سره استدلال وکړي؛ اسلامي نړۍ د مثبت مسیر لور ته روانه ده او اړینه ده چې دغه مثبت مسیر له طالبانو سره شریک شي او هغوی اساسي اصولو او قواعدو ته متوجه شي.

نوموړي زیاته کړه: “انسانان باید د ښځې او نر، تور او سپین، عرب او عجم له تفکیکه پرته د زړه له صدقه ایمان راوړي، په فقهي مکاتبو کې عقل او ازاد استدلال اساس دی”

پخواني ولسمشر وویل، علم او پوهه د اسلامي ارکانو اسلامي فلسفې او اسلامي علومو او ستر تمدن د بریالیتوب اساس دی، علم فرض دی او په اسلام او شریعت کې څو څو ځلې پرې ټینګار شوی دی.

د هغه په وینا، ټولو نړۍوالو تجربو ښودلې ده چې د نجلۍ تعلیم پنځه نسله تبدیلوي خو د هلک یو نسل، په کومه کورنۍ چې یوه ښځه پوهه ولري، هغه بهترینه مسلمانه کورنۍ ده. رسول ص فرمایي، علم ولټوئ حتی که په چین کې وي.

اشرف غني په داسې حال کې پر زده‌کړې ټینګار کوِ چې د افغانستان سرپرست حکومت پر نجونو له شپږم ټولګي تر دوولسمه پورې د زده‌کړو دروازې بندې کړې دي.

هغه وویل: “د انفجار او انتحار بدعت باید نور ختم شي، په هر نوم چې منځته راغلی، باید د پای ټکی ورته کېښودل شي، جبر نور باید بند شي، جبر په افغانستان کې د ثبات لامل نه شي ګرځېدلی، په ۴۴ کالو کې له همدې امله وروسته پاتې یو، نتیجې ته د رسېدو یواځېنۍ لاره منطق استدلال او د یو بل منل دي.”

د غني په وینا، ټولې نړۍ ته د عدالت او قانون غوره مثال د پیغمبر ص هغه اساسي قانون دی چې په مدینه کې یې عملي کړ.

هغه وویل، نن وحشتناکه ده چې ولس په لوږه کې دی، خو د افغانستان اساسي شتمنۍ د هغو پیسو په بدل کې صادریږي چې هره ورځ خپل تجارتي ارزښت له لاسه ورکوي.

د افغانانو مشکلات ډېر زیات دي، خو د دې مشکلاتو د حل لپاره لومړی ټکی دا دی چې ستونزه باید تعریف شي، ستونزې هر اړخیزې دي، هدف باید د عام ولس ښېګڼه وي، نه د یو څو خاصو کسانو، یواځې د افغان ولس په ارادې یو نظام دوام کولی شي، له هغه پرته به له ګواښ سره مخ شي.

ده زیاته کړه، ملي یووالی باید په عمل کې منځته راشي، ازاد انتخاب ضرور دی، د واقعي خپلواکۍ ټول ابعاد په نظر کې ونیول شي.

Views: 795

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version