ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د سلګونو سیمه‌ییزو ټولګیو په جوړېدو ۱۸زره ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې

9 Jul 2022 - 11:24
9 Jul 2022 - 11:24

پل‌علم (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۱): د لوګر په مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو کې ۵۲۲ سیمه‌ییز ټولګي جوړ شوي چې پکې ۱۸زره هلکانو او نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

چارواکي وايي، دغه ټولګي د ژغورنې نړۍوالې کمېټې/ICRC له خوا د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/UNICEF په مالي لګښت جوړ شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په مرکز پل علم او محمداغې، بره‌کي برک، خوښۍ، څرخ او خروار ولسوالیو کې ۵۲۲ سیمه‌ییز ټولګي جوړ شوي چې پکې ۱۸زره هلکان او نجونې زده‌کړې کوي.

هغه زیاته کړه، دغه سیمه‌ییز ټولګي د یادو ولسوالیو په هغو سیمو کې جوړ شوي چې ماشومان یې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.

دی وايي، د دغو سیمه‌ییزو ټولګیو لپاره چې ۵۰ سلنه زده‌کوونکي یې نجونې دي، ۵۲۲ ښوونکي پر دندو ګومارل شوي دي.

په لوګر کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/UNICEF استازي حبیب‌الله هلال پژواک خبري اژانس ته وویل، په جوړو شوو سیمه‌ييزو ټولګیو کې تر ډېره نجونو ته ونډه ورکړل شوې ده.

هغه زیاته کړه: «موږ دا ۵۲۲ سیمه‌ییز ټولګي په هغو ځایونو کې جوړ کړي چې ماشومانو یې په تېر کې د جګړو له امله زده‌کړو ته لاسرسی نه درلود، بله د خوښۍ خبره دا ده چې په دغو ټولګیو کې مو ۵۰ سلنه ونډه نجونو ته ورکړې ده.»

د لوګر اوسېدونکي خوښ دي چې اولادونو ته یې د زده‌کړو لپاره سیمه‌ییز ټولګي جوړ شوي چې ښې پایلې لري.

په دې اړه د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي محمد نبي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د سیمه‌ییزو ټولګیو جوړول ډېر ښه اقدام دی، له دې سره هغو زرګونو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره شوې ده چې مخکې له زده‌کړو محروم وو.»

نوموړی له حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې دا چاره دې لا پسې پراخه کړي او په ټولو هغو ولسوالیو کې دې سیمه‌ییز ټولګي جوړ کړي چې ماشومان یې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

بلخوا، د یادو سیمو ماشومان هم خوښ دي چې کورونو ته یې نږدې سیمه‌ییز ټولګي جوړ شوي دي.

د خروار ولسوالۍ د یوه سیمه‌ییز ټولګي زده‌کوونکې عادلې پژواک اژانس ته وویل، خوشحاله ده چې له خپلو همزولو سره هره ورځ ټولګي ته ځي او زده‌کړې کوي.

نوموړې د مرستندویه ادارو دا ګام ستايي، خو له حکومته غواړي چې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي دې ژر پرانیزي.

باید وویل شي چې د لوګر په خروار ولسوالۍ کې په لومړي ځل د نجونو لپاره د لیک لوست سیمه‌ییز ټولګي جوړ شوي او لسګونه نجونو ته پکې د لیک لوست زمینه برابره شوې ده.

Views: 114

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version