ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د وچکالۍ له امله د انګورو حاصلات کم شوي

11 Jul 2022 - 08:31
11 Jul 2022 - 08:31

کندهار (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۱): د کندهار بڼوال او د تازه مېوې سوداګر وایي، په دغه ولایت کې د انګورو حاصل ټولول پیل شوي خو د روانې وچکالۍ له امله یې کچه د تېر په پرتله کمه ده.

هغوی اندېښنه ښيي چې ښايي سږ کال بهر ته د انګورو صادرات هم کم وي.

د پنجوايي ولسوالۍ د انګورو یوه بڼوال عبدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، روانې وچکالۍ د نورو کرنیزو حاصلاتو ترڅنګ د انګورو حاصلات هم زیانمن کړي دي.

هغه زیاته کړه، پخوا چې یوه باغ سل ټنه انګور کول، سږ کال یې د وچکالۍ له امله شپېته ټنه هم نه دي کړي.

دی وايي، په دغسې حالت کې تمه دا ده چې دغو لږو انګورو ته ښه بازار وموندل شي او بهر ته صادر شي، که نه نو بڼوال به سخت زیانمن شي.

عبدالقیوم بل بڼوال دی چې د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د انګورو بڼ لري؛ دی هم د وچکالۍ او د انګورو د حاصلاتو له کموالي شکایت کوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال اوبه کمې دي چې له امله یې د انګورو باغونو ښه حاصلات نه دي ورکړي.

دی وايي: «تېر کال جګړو او نا امنیو د انګورو حاصلات او صادرات متاثر کړل او سږ کال بیا وچکالۍ زموږ د ټول کال خوارۍ عبث کړې، سږ کال نه یوازې انګور کم دي، بلکې بیه یې هم ټیټه ده.»

نوموړی هم ټينګار کوي چې انګورو ته باید ښه بازار وموندل شي او بهر ته صادر شي، داسې به د بڼوالو زیانونه تر یوې کچې جبران شي.

د حاجي ماما په نوم یو کارګر چې د پنجوايي ولسوالۍ په یوه باغ کې د انګورو شکولو او راټولولو کار کوي وايي، پخوا به په دغه سېزن کې په هر باغ کې لسګونه کارګر په کار بوخت وو خو سږ کال چې حاصلات کم دي، ډېرو بڼوالو خپلو باغونو ته کارګر نه دي نیولي.

ده زیاته کړه، هغو باغونو چې د اوبو ستونزه یې نه درلوده، ښه حاصلات یې ورکړي خو هغه باغونه چې اوبه یې کمې وې، حاصلات یې کم شوي او یا یو مخ وچ شوي دي.

شېراحمد بل کارګر دی چې وايي د بې روزګارۍ له امله ټوله ورځ د دوه سوه افغانیو په بدل کې د انګورو شکولو او ټولولو کار کوي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، پخوا چې د انګورو حاصلات ډېر وو، د کارګرو ورځنۍ مزودري درې یا څلور سوه افغانۍ وه خو سږ کال په دوه سوه افغانۍ کار پیدا کول هم ستونزمن دي.

د کندهار د تازه مېوې اتحادیې مشر حاجي نانی اغا هم وايي، سږ کال د تېر په پرتله د انګورو حاصلات ۵۰ سلنه کم شوي دي.

هغه زیاته کړه، په لومړیو کې انګور ښه وو خو وروسته د اوبو د کمښت له امله و رژېدل.

ده وویل: «که څه هم سږ کال د انګورو حاصلات کم دي خو تمه شته چې د صادراتو پر مخ به یې ستونزې نه جوړېږي ځکه افغان او پاکستاني چارواکو او د سوداګرۍ خونو مسوولینو په دې اړه پر له پسې ناستې کړې دي.»

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا وایي، تېر کال جګړو او لارې بندېدو له امله یوازې ۷ زره ټنه انګور بهر ته صادر شوي وو خو سږ کال که د لارې بندېدو او نورې ستونزې رامنځته نه شي، صادرات به یې زیات شي.

هغه په دې برخه کې د یوه بل پرمختګ خبر ورکړ او زیاته یې کړه: «پخوا زموږ انګور په عادي موټرو کې وړل کېدل چې اکثره وخت به د ځنډ له امله خرابېدل خو سږ کال ۲۰۰ عرادې یخچالي موټر ورته ځانګړي شوي چې په ښه کیفیت به بهر ته په کې صادرېږي.»

دی وايي، پخوا به د تازه مېوې د صادراتو پر مهال پاکستاني لوري د سپین بولدک- چمن پر لار ستونزې جوړولې خو سږ کال په دې اړه لا له وړاندې له پاکستاني چارواکو سره خبرې شوې او هغوی ډاډ ورکړی چې د افغانستان د مېوو د صادراتو په وړاندې به ستونزې نه جوړوي.

اوسمهال په کندهار کې د یوه کیلوګرام انګورو بیه له ۳۰ تر ۷۰ افغانۍ ده چې د انګور پلورونکو په وینا، د پخوا په پرتله یې بازار لوېدلی؛ ځکه ډېر خلک د اقتصادي ستونزو له امله یوازې د اړتیا وړ توکي پېري او مېوه نه اخلي.

تېر کال په کندهار کې د انګورو حاصلاتو ټولیزه کچه ۲۹۰ زره ټنو ته رسېده چې سږ کال به د وچکالۍ له امله کمه وي.

پنجوايي، ژېړۍ، میوند، ډنډ او ارغنداب د کندهار له هغو ولسوالیو دي چې تر ټولو ډېر انګور لري او دغه انګور د پاکستان ترڅنګ هند، متحده عربي امارات او ځینو اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.

 

Views: 180

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version