ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن د تېرې شنبې په پرتله د نفتي موادو بیو کې له ۴،۶ سلنې ډېر کموالی راغلی

کابل (پژواک، ۱ زمری ۱۴۰۱): په کابل کې نن د تېرې شنبې په پرتله، د نفتي موادو، سرو زرو او مالیزیايي غوړیو بيې لوېدلې دي، خو د هندۍ بورې او قزاقي اوړو بیه لوړه شوې ده.

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لیتر پترولو بیه له ۹۵ څخه ۹۱ افغانیو ته او د یو لیتر ډیزلو بیه له ۱۲۷ څخه ۱۱۷ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

خو د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې یوه ګاز پلورونکي محمدشریف وویل چې نن هم د تېرې شنبې په څېر یو کیلو اوبلن ګاز په ۷۶ افغانیو پلوري.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو اونیو کې د نفتي توکو بيې د پام وړ زیاتوالي په حال کې وې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version