ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: جلال اباد کې ۳ وسله وال وژل شوي او د بهرنيانو په ګډون ۱۲ تنه نیول شوي دي

26 Jul 2022 - 00:36
26 Jul 2022 - 00:36

جلال اباد (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت د استخباراتو رياست وايي، چې جلال اباد ښار کې پر يو کور د عملياتو پر مهال درې تنه (اخلالګر) وسله وال وژل شوي او د بهرنیو، ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه ژوندي نیول شوي دي.

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کولتور رياست نن د زمري په ۳مه پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د استخباراتو رياست د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې پر يو کور عمليات ترسره کړي دي.

د سرچينې په وينا، عمليات کوونکو ځواکونو په دغو عملياتو کې ۳ وسله وال وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

بلخوا د ننګرهار ولایت د استخباراتو رياست له لوري هم پژواک ته راستول شوې خبرپاڼه کې يادونه شوې چې د عملياتو پرمهال يې د بهرني وګړو په ګډون ۱۲ کسان ژوندي هم نيولي دي.

په خبرپاڼه کې د استخباراتو د رييس ډاکټر بشير له قوله راغلي چې په نيول شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

هغه دغه راز ويلي چې له ياد کور څخه يو موټر بم، درې ريکشاوې، يو زرنج موټر سايکل، څلور تومانچې، ماينونه او نور چاوديدونکي توکي هم تر لاسه شوي دي.

د استخباراتو رياست او اطلاعاتو او کولتور رياست په خبرپاڼو کې دا نه ده په ډاګه شوې چې په دغو عملياتو کې د وسله والو کومه ډله په نښته شوې خو يادونه يې کړې چې اخلالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 87

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version