ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د کار په بدل کې د خوراکي توکو د وېش درې میاشتنی پروګرام پیل شو

26 Jul 2022 - 10:21
26 Jul 2022 - 10:21

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۱): کابل ښاروالۍ د خوړو نړۍوال سازمان په مرسته د کار په بدل کې د خوراکي توکو د وېش درې میاشتنی پروګرام پیل کړی چې ورسره به ډېرو ښاریانو ته لنډمهال کارونه پیدا شي.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، هر کس ته د ۱۵ ورځو کال په بدل کې ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېتره غوړي او ۵،۵ کیلوګرامه لوبیا ورکول کېږي.

د کابل ښاروالۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروګرام د خوړو نړۍوال سازمان (WFP) له لوري د کار په بدل کې د دغه ښار له درېیمې او پنځمې ناحیې تېره ورځ پیل شوی دی.

سرچينې لیکلي، د کار په بدل کې د خوراکي توکو د کڅوړو د وېش پروګرام به درې میاشتې دوام ومومي او د دغه پروګرام له لارې به ډېر شمېر ښاریانو ته لنډمهالې بوختیاوې پیدا شي.

خبرپاڼه کې راغلي، دا لنډمهالی پروګرام په هرو پنځلسو ورځو کې یو ځل ترسره کېږي او په هغه کې له نوو ناحیو نوي کسان ټاکل کېږي چې اوس مهال د کابل ښار په درېیمه او پنځمه ناحیو کې پیل شوی او په دغو ناحیو کې  ب ۷۵۰۰ اړمنو او بې سرپرسته کسانو ته یاد خوراکي توکي وېشل شوي.

خبرپاڼه کې راغلي، له دې ډلې ۷۵۰ کسانو د اوبو لښتي او ګلدانونه له کثافاتو پاک کړي وو او دغه راز یو شمېر واټونه یې جارو کړي وو او د لنډمهال کار ترسره کوونکو ته کاري وسایل لکه موزې، خولۍ او جرابې هم ورکول کېږي.

سرچینې نه دي ویلي چې په دغه درې میاشتني پروګرام کې به څومره خلکو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ورکړل شي.

دې ته ورته پروګرام په ځینو ولایتونو کې هم پیل شوی دی.

Views: 164

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version