ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې چاودنې لسو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

26 Jul 2022 - 16:25
26 Jul 2022 - 16:25

کلات (پژواک ۴ زمری ۱۴۰۱ ): د زابل امنیه قومانداني وايي چې نن د دغه ولایت په مېزانې ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو چاونې له امله دوه ماشومان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ وياند ذبیح الله جوهر پژواک ته وویل چې نن له غرمې مخکې د مېزانې ولسوالۍ د تاخوم کلي مدرسې په سيمه کې پر ماشومانو ناچاودو توکو چاودنه کړې ده.

هغه زیاته کړه چې په یاده پېښه کې دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپيان دي.

د نوموړي په خبره چې ټپيان د سیمې روغتون ته وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.

د زابل ولایتي روغتون سرطیب ډاکتر نذیراحمد حریفال پژواک ته وویل چې د پېښي له ځایه دوی ته اته ټپيان او دوه مړي ور وړل شوي چې په وینا يې، د دوو ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک دی.

ده زياته کړه چې په ټپيانو کې درې نجونې هم شاملې دي.

د ټپي شوو ماشومانو د کورنۍ يوه غړي عبدالهادي پژواک ته وویل: «زموږ ماشومانو په باغ کې ناچاودلی توکی پيدا کړی او د لوبو پر مهال ور چاودلی چې لومړی یې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپيان وو، خو يوه ماشوم بيا په روغتون کې ساه ورکړه.»

Visits: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version